پل علم- تالقان (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): په لوګر ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ملي اردو درى سرتېري مړه شوي او دوه نور ټپيان دي، بلخوا په تخار کې د ملي امنيت موظفينو د انسان تښتونکو يوه ډله نيولې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درى بجې د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د شيخک کلا په سيمه کې د ملي اردو يو رينجر موټر له دېوال سره ټکر کړى دى.
هغه زياته کړه: ((موټر له خپل اصلي مسير نه اوښتى دى او بيا له دېوال سره لګېدلى چې په ترڅ کې د ملي اردو درى سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.))
هغه وايي چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطې له امله رامنځته شوې ده.
د شيخک کلا اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل: ((د ملي اردو رينجر موټر له کاسټر نه مخکې کېده چې مخامخ پرې بل موټر راغى او د ملي اردو موټر پټي خوا ته لاړ او بيا اووه ملاقه يي ووهل.))
دى هم وايي چې په دې پېښه کې د ملي اردو درى سرتېري مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز د وږي په ٢١مه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو په تخار ولايت کې د انسان تښتونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده.
سرچينه ليکي چې په دې ډله کې فریدالله د بهلول زوی، خیرالله د عبدالباري زوی، خان د عبدالباري زوی او میرزا د رحیم زوی شامل دي.
په اعلاميه کې راغلي چې يادو کسانو عبدالعزيز د عطا باى زوى له بهارک ولسوالۍ څخه تښتولى و او د پيسو غوښتنه يې کړې وه خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
سرچينه زياتوي چې له يادو کسانو څخه يوه تومانچه او يوه برچه هم ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن