ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار تېل پلرونکي به د اوو کلونو پاتې ماليه ورکوي

د کندهار تېل پلرونکي به د اوو کلونو پاتې ماليه ورکوي

author avatar
12 Sep 2015 - 13:03
د کندهار تېل پلرونکي به د اوو کلونو پاتې ماليه ورکوي
author avatar
12 Sep 2015 - 13:03

کندهار (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): په کندهار کې د تېل پلورونکو د اتحاديې او ځايي چارواکو تر منځ تر خبرو وروسته تېل پلرونکو خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.

د نوې پرېکړې له مخې به يو پلاوى ټاکل کېږي، څو پر تېل پلرونکو نوې ماليه وضع کړي، خو دوى به د نوې پرېکړې له مخې د تېرو اوو کلونو پاتې ماليه هم ورکوي.

تېل پلورونکو د وږي په ١٧مه له هغه وروسته خپل شاوخوا ١٣٧ پټرول پمپونه د احتجاج په توګه وتړل چې د کندهار مستوفيت رياست د ماليې نه ورکولو له امله د ښار شپږ پټرول پمپونه وتړل.

د کندهار د مستوفيت چارواکي وايي، تېل پلورونکو له تېرو اوو کلونو راهيسې دولت ته ماليه نه ده ورکړې، خو تېل پلورونکي وايي چې مستوفيت ورڅخه لوړه ماليه اخلي او هغوى يې نه شي ورکولاى.

د کندهار دتېل پلرونکو د اتحاديې مرستيال حاجي مسعود اخوندزاده د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يې له چارواکو سره تر څو ساعته خبرو اترو او مذاکرو وروسته خپل احتجاج پاى ته ورساوه.

هغه زياته کړه چې په دې خبرو اترو کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق، د ولايت او مستوفيت چارواکو برخه اخيستې وه.

حاجي مسعود وايي چې د دې خبرو پر مهال د دوى ځينې غوښتنې ومنل شوې چې له مخې به يې پر وضعه شوې ماليې له سره غوره کېږي.

د هغه په وينا، د نوې پرېکړې له مخې به د تېلو پمپونه پر دريو کټګوريو وېشل کېږي او بيا به پر هرې کټګورۍ ځانګړې ماليه لګول کېږي.

دى وايي، د تېل پلورونکو غوښتنه دا وه چې له دوى دې ثابته ماليه واخيستل شي او د اظهارنامې له مخې دې ورڅخه ماليه نه اخيستل کېږي.

 

د اظهارنامې له مخې د يوه پټرول پمپ د يوه کال د تېلو پلور او لګښتونو ته حساب کېږي او بيا ورته ماليه ټاکل کېږي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته ومنل چې د تېل پلرونکو خپل احتجاج پاى ته رسولى او اوس ټول پمپونه خلاص دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.