کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): "افغانستان د پردۍ جګړې په اور کې" کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب د هېواد د وتلي ژورنالېست او ليکوال زبير شفيقي له خوا ليکل شوی، په ښکلي صحافت په ٣٩٢ مخونو کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوى دى.
په ياد کتاب کې په وروستۍ يوه لسيزه کې د افغانستان په تړاو مهم سياسي مسايل او پېښې د عيني واقعيتونو په رڼا کې څېړل شوي چې لوستونکي پرې په اسانۍ پوهېدلی شي.
تر ټولو مهمه دا چې په دغه کتاب کې د افغانستان د جګړې سيمه ييز او نړيوال لوبغاړي هم معرفي شوي دي.
د کتاب وروستۍ برخه د ولسمشر اشرف غني د حکومت په اړه وړاندوينو او اټکلونو ته ځانګړې شوې ده.
ليکوال زبير شفيقي د دغه کتاب په سريزه کې ليکلي، په دغه کتاب کې په افغانستان کې د روانې لوبې پر څو اړخونو؛ په ځانګړې توګه پر دريو اړخونو چې د افغانستان د غميزو اصلي اړخونه دي، رڼا اچول شوې ده.
هغه زياته کړې، لومړى د ګاونديو په تېره د پاکستان رول، دوهم په بن کې د يوه کمزوري بنسټ اېښودل او د هغو ناخوالې، درېيم د نړيوالې ټولنې په تېره د امريکا اهداف او کړنې.))
شفيقي وايي: ((زه دا ادعا هېڅکله نه شم کولى چې بشپړ د موضوع حق ادا شوى دى.))
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا ګڼ مهم سياسي او علمي کتابونه چاپ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن