ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امارات له شيخ زايد پوهنتون سره په علمي او تخنيکي برخو کې مرسته کوي

امارات له شيخ زايد پوهنتون سره په علمي او تخنيکي برخو کې مرسته کوي

author avatar
13 Sep 2015 - 15:39
امارات له شيخ زايد پوهنتون سره په علمي او تخنيکي برخو کې مرسته کوي
author avatar
13 Sep 2015 - 15:39

خوست ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت چارواکي وايي چې د خوست شيخ زايد پوهنتون د پراختيا او پرمختيا لپاره له افغان دولت سره پوره مرستې کوي.

د ياد سفارت يوه لوړپوړي پلاوي د وږي په ٢٢مه خوست ولايت ته په خپل سفر کې له شيخ زايد پوهنتون څخه د ليدنې پر مهال وويل، غواړي چې د پوهنتون ټولې تخنيکي ستونزې حل او علمي کچه يې لوړه کړي.

د دغه پلاوي مشر احمدالتيمجي په شيخ زايد پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل چې هېواد يې تل له اړمنو هېوادونو سره مرستې کړې او افغانستان هم يو له همدغو هېوادونو څخه دی.

هغه زياته کړه: "موږ غواړو چې د نورو کارونو تر څنګ له شيخ زايد پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې دوامدارې مرستې وکړو او له افغان دولت سره خپلې ښې اړيکې دوامداره وساتو."

د اماراتو د سفارت ياد پلاوي د پوهنتون له ځينو ودانيو او برخو د ليدنې پر مهال ستونزې او غوښتنې له ځان سره واخيستې او د مرستو ټينګار يې وکړ.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خپلو خبرو کې د ياد پوهنتون د جوړښت لپاره په مالي مرستو کې د متحده عربي اماراتو د دولت رول د پام وړ وباله.

نوموړي د اماراتو د سفارت له ياد پلاوي وغوښتل چې له دغه پوهنتون سره هغه ډول مرستې وکړي، کومې چې د يوه نړيوال پوهنتون لپاره اړينې او لازمې بلل کېږي.

هغه زياته کړه: "مجهز لابراتوار، کتابتون، د استادانو د علمي کچې لوړول، د تدريسي بلاکونو جوړول او ځينې نورې اسانتياوې هغه څه دي چې شيخ زايد پوهنتون ورته جدي اړتيا لري."

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي استاد بادشاه زار ابدالي د اماراتو د سفارت له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې دغه پوهنتون ته د خپل هېواد د پوهنتون په سترګه وګوري.

هغه زياته کړه: "دا پوهنتون خپل وګڼئ او د خپل پوهنتون په ډول مرستې راسره وکړئ او په هغه ډول پاملرنه ورته وکړئ، لکه څه ډول يې چې د خپل هېواد پوهنتونونو ته لرئ".

د يادونې ده، د شيخ زايد پوهنتون اوسنۍ ودانۍ د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت جوړې شوې، خو د ټيټ کيفيت او د اړتياوو له پلوه ډېرو مالي امکاناتو ته اړتيا لري. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.