جلال اباد (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه هغه وسله وال طالبان وژل شوي چې د پوليسو رينجر کې سپاره وو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د لعلپورې ولسوالۍ د مارسنګۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، پنځه وسله وال چې د پوليسو په يوه رينجر کې روان وو، د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټې تر بريد لاندې راغلي او ټول وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې رينجر هم له منځه وړل شوى دى.
د لعلپورې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته د يادې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان هم د پوليسو له خوا ژوندي نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دا طالبان له وسلو سره ولسوالۍ ته لېږدول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
يادو سرچينو دا ونه ويل چې د پوليسو رينجر کله د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلى و، خو ويل کېږي چې څو ورځې مخکې د بـټي کوټ ولسوالۍ له مارکو سيمې وسله والو د پوليسو يو رينجر تښتولى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن