ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاه شهيد پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو لاريون وکړ

د شاه شهيد پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو لاريون وکړ

author avatar
13 Sep 2015 - 18:42
د شاه شهيد پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو لاريون وکړ
author avatar
13 Sep 2015 - 18:42

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د شاه شهيد پېښې د قربانيانو کورنيو لسګونه غړو، له دې امله چې دولت تر اوسه پورې د دوى غوښتنو ته لاسرسى نه دى کړى، په لاريون لاس پورې کړى او د سياه سنګ په سيمه کې يې د سړک پر سر د تحصن د خيمې په درولو سره ترافيکي جريان پرې کړى دى.

 په دغه لاريون کې چې نن سهار ٩ بجې د سياه سنګ له سيمې پيل شوى او په لومړيو شېبو کې په تاوتريخوالي واوښت، د شاه شهيد د پېښې د قرباني د کورنۍ يو غړى د پوليسو د ډزو له امله ټپي شوى دى.

 تېره مياشت پنجشنه نيمه شپه مهال د کابل په شاه شهيد سيمه کې سخته چاودنه وشوه، چې د امنيتي ځواکونو له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، په ياده پېښه کې ١٥ کسان وژل شوي او ٥٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه چې په يوې لارۍ کې د ځاى پر ځاى شويو توکو له امله رامنځته شوې، بېسارې بلل شوې او د سيمې يوه برخه کې يې ويجاړه کړې او د سيمې خلکو او هټۍ والو ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.

حاجي ظاهر چې د عبدالله او مسعود په نومونو يې دوه بچيان په ياده پېښه کې له لاسه ورکړي او بل زوى يې نن د پښې  په برخه کې ټپي شو، په داسې حال کې چې له ډېرې غوسې لړزېده، وويل: "د شاه شهيد پر خلکو د بم له اچولو ٣٦ ورځې تېريږي، خو تر اوسه پورې زموږ اواز چا نه دى اورېدلى."

هغه زياته کړه: "دولت په لومړيو ورځو کې له موږ سره ژمنه وکړه چې زموږ کورونه به بيا رغوي، زموږ د ناروغانو به وړيا درملنه کېږي، خو له يوې مياشتې ډېره موده وشوه او له موږ چا پوښتنه ونه کړه چې چېرته ژوند کوئ او څه خورئ؟"

 هغه په ژړغوني اواز وويل، چې ځان قربانوي او د يادې پېښې له عاملينو د قربانيانو، ټپيانو، دوکاندارانو او د سيمې د خلکو غچ اخلي.

فروزان چې د شاه شهيد په پېښه کې پر  پښه ټپي شوې او نن له لاريون کوونکو سره يو ځاى روانه وه، پژواک ته وويل: " د شاه شهيد خلکو د عام وژنې حقيقت بايد معلوم شي، د سياه سنګ نقليه بايد له دغه ځاى څخه ولېږدول شي، ګني نو موږ نقليه چپه کوو."

يادې مېرمنې په اوښکلنو سترګو او په ډېر دردېدلي اواز سره وويل، چې د شاه شهيد په پېښه کې يې د کورنۍ پنځه غړي (مېړه او بچيان) له لاسه ورکړي دي.

هغې د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، چې بچيان يې په ياده پېښه کې د ټپي کېدو له امله له درس او تحصيل پاتې او د دوى د کور د ويجاړېدو له امله په تېره يوه مياشت کې په يوه بل کور ګرځي.

 فروزان له دولته وغوښتل، چې د شاه شهيد پېښې له زيانمنو کسانو سره بايد د ژمي موسم تر رارسېدو مخکې د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.

يو شمېر لاريون کوونکو چې نن له درې بجو وروسته يې له پژواک سره خبرې کولې، وويل چې که يې دولت غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي نو د دوى دغه مدني حرکت به دوام پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.