جلال اباد(پژواک، ۲٢ وږی ۹۴): د ننګرهار پوليسو د ملي اردو په يوه رينجر موټر کې ۳۲۵ کيلوګرامه چرس او وروسره په تړاو په پوځي يونيفورم کې د هغو څلور لېږدوونکي نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ۲٢مه په خبري کنفرانس کې وويل چې پوليسو دا پوځي موټر د بهسود ولسوالۍ د ثمرخېلو په سيمه کې نيولی دی.
مشرقيوال زياته کړه: ((۳۲۵ کيلوګرامه اومه چرس د ملي اردو په رينجر موټر کې ځای پر شوی وو، دا پوځي موټر له بغلان ولايته کابل او بيا له جلال اباد ښاره تر تېرېدو وروسته د ثمرخېلو په تلاشۍ کې نيول شوی.))
هغه وويل چې د دغو توکو په تور له ياد موټر سره څلور کسان نيول شوي خو يادونه يې ونه کړه چې نيول شوي کسان پوځي سرتېري دي که نه.
مشرقيوال وايي: ((تر اوسه نه ده معلومه چې نيول شوي کسان سرتېري دي که نه، يا دا چې په کوم پوځي مرکز او ټولي پورې اړوند دي. تر څېړنې وروسته به معلومه شي.))
نوموړي يادونه وکړه چې په دې پوځي رينجر کې يوه پيکاه او په پوځي يونيفورم کې له نيول شوو کسانو سره وسلې هم وې، خو دا يې ونه ويل چې دا نشه يي توکي يې کوم سيمې ته وړل.
تر اوسه ملي دفاع وزارت او په سيمه کې پوځي ادارو پر دې غبرګون رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر خبري کنفرانس وروسته نيول شوي نشه يي توکي، رينجر موټر او له له څلور تورنو کسانو څخه يې درې کسه په ملکي لباس کې رسنيو ته وښول شول.
په ننګرهار کې د نشه يي توکو نيول نوې خبره نه ده، خو ښايي لومړی ځل وي چې پوځي موټر د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول کېږي، يا ممکن لومړی ځل وي چې پوليس د دغسې پېښې جزئيات افشا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن