ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې سړک  جوړولو چارې پيل شوې

په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې سړک جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
13 Sep 2015 - 16:24
په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې سړک  جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
13 Sep 2015 - 16:24

اسعداباد (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د کونړ په  نورګل ولسوالۍ کې د لس نيم کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د کونړ د کليو پراختيا رييس محمدجعفر جبارخېل د وږي په ٢٢مه د دغه سړک د کار د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد سړک د نورګل ولسوالۍ د مزار  درې لپاره جوړېږې چې تر اوسه دا دره سړک نه لري.

هغه زياته کړه چې پر دغه سړک ٢٩ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکول کېږي .

دى وايي چې د يادې درې قومي مشرانو ورته په ليکلې بڼه ډاډ ورکړى چې د سړک د کارکوونکو امنيت به خوندي کوي.

د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې يوه قومي مشر مولوي عبدالغفار پژواک ته وويل چې  د دې ولسوالۍ ٧٥ سلنه خلک په مزار دره کې اوسېږي خو د سړک د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې د درې له سره تر اخره پورې يوه ورځ پلى مزل دى  او خلک  اړ دي چې دغه مزل وکړي.

د نوموړي په وينا، ډېرى مهال چې ناروغان ښار ته لېږدوي نو په لاره کې ساه ورکړي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي چې د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړى و، خلکو ته وويل چې دا يوه ولسي پروژه  ده  او خلک بايد د دې پروژې په بشپړولو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې اوس مهال دا سړک هوارېږي او بيا جغل پرې اچول کېږي خو ژمنه يې وکړه چى راتلونکى کال به يې پوخ او اساسي جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.