ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان : حکومت دې په ځينو ادارو کې د اړيکو له مخې د مقرريو مخه ونيسي

وکيلان : حکومت دې په ځينو ادارو کې د اړيکو له مخې د مقرريو مخه ونيسي

author avatar
14 Sep 2015 - 16:48
وکيلان : حکومت دې په ځينو ادارو کې د اړيکو له مخې د مقرريو مخه ونيسي
author avatar
14 Sep 2015 - 16:48

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په ځينو ادارو کې مقررۍ او منفکۍ د کورنيو او شخصي اړيکو له مخې ترسره کېږي او بايد حکومت يې مخه ونيسي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي منورشاه بهادري پرته له دې چې د کوم وزارت او ادارې نوم واخلي، وويل چې په ځينو وزارتونو کې يو شمېر کسان له علمي وړتيا او کاري تجربې پرته د کورنيو اړيکو له مخې پر دندو ګومارل کېږي.

ده دا ډول کړنې ستر فساد وباله او ويې ويل: "د ملي وحدت د حکومت چارواکو خبردار! دې ملت ثابته کړې؛ لکه څنګه چې حکومتونه جوړولی شي، هماغه شان يې حکومتونو ته سقوط هم ورکړی، که چېرې په وزارتونو او دولتي ادارو کې د فساد مخه ونه نيسئ، ملت نور چوپ نه شي پاتې کېدای."

په ولسي جرګه کې د لغمان استازي حاجي صاحب خان وويل چې په ځينو وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې ډېر هغه کسان چې لوړې زده کړې او په اړوند وزارت کې کاري تجربې لري، له دندو لرې کړل شوي دي.

ده وويل چې په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې مشر محمدقربان حقجو په دې وروستيو کې د دې ادارې ١٣٣ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د هغه په وينا، له دې کسانو ډېر يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې او کاري تجربې لري.

دی وايي: "عجيبه ده، د کوم مرض، د کوم درد علاج وکړو؟ ګڼ شمېر کسان له بېکارۍ بهرنيو هېوادونو ته ځي او ګڼ شمېر کسان بيا دا چې د وزير خپلوان نه دي، له دندو بايد لرې کړای شي."

هغه هم د ملي وحدت حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د دې ډول کړنو مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مشرانو جرګې غړي نثار حارس د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي خپل زوی په دغه وزارت کې د سلاکار په توګه ګومارلی دی.

ده په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ، خو ويې ويل چې د خپلو دغو څرګندونو د ثبوت لپاره اسناد هم شتون لري.

خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو مشر محمدحنيف دانشيار دغه ادعا په کلکه رده کړه او ويې ويل: "له بده مرغه موږ هم په ځينو ټولنيزو رسنيو کې ورته ادعاوې وليدې خو دا هر څه غلط دي؛ د دغه وزارت نوی سرپرست ستر سلاکار محمدفهيم تنميس نومېږي چې د ماسټرۍ په کچه يې د ترکيې په هېواد کې زده کړې دي."

د ده په وينا، محمدفهيم د ځينو اړتياوو له مخې د سرپرست ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی او دغه بست اعلان ته سپارل شوى او د ازادې سيالۍ له لارې به پر دې څوکۍ يو تن وټاکل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.