کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د ملي امنيت رياست په بغلان ولايت کې د ترهګريزو کړنو په تور د يوې څلور کسيزې شبکې له نيولو خبر ورکړى دى.
د دغه رياست د مطبوعاتي رياست له لوري نن (د وږي ٢٤ مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده شبکه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوې ده.
په خبرپاڼه کې د يادو کسانو نومونه، رحيم، حبيب الله، ذبيح الله او فيض الله ياد شوي او په کې راغلي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملاخېلو کلي اوسېدونکي دي.
د يادې خبرپاڼې له قوله، دغه شبکه په داسې حال کې له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيول شوې چې د بغلان ولايت په اړوند سيمو کې پر ترهګريزو، ويجاړوونکو کړنو، ماين خښولو او د شپې پاڼې پر وېشلو بوخت وو.
سرچينه زياتوي چې له دغو کسانو دوه ميله کلاشينکوفونه، ٥ بوشکه يي ماينونه، ٣ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ٣ ريموټ کنټرول تختونه، يو زيکويک، دوه ماين چاودونکي کپسولونه، ٥٠ متره ثانيه سوز او د طالبانو لس تبليغاتي او شپې پاڼې ترلاسه شوې دي.
خبرپاڼې د يادو کسانو د نيولو نېټه نه ده په ډاګه کړې خو ويلي يې دي چې له دوى څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن