مزارشريف) پژواک، ٢٤ وږى ۹۴):په بلخ ولايت کې د صنعت د ودې او کارموندنې په موخه د سوداګرو او د بلخ پوهنتون د استادانو صنعتي او مشورتي شورا جوړه شوه.
دغې شورا، د وږي په ۲۴مه، د پوهنتونونو د ملاتړ او د افغانستان د بشري ځواک د پراختيا پروګرام له خوا په بلخ پوهنتون کې په جوړه شوې غونډه کې د خپل شتون اعلان وکړ.
د ياد پروګرام د پوهنتونونو د ملاتړ برخې امر عبدالبصير قريشي پژواک ته وويل، دولت هڅه کوي، چې د خصوصي سکتور او پوهنتونونو د نږدې کېدو له لارې هم صنعت ته وده ورکړي او هم د ځوانانو لپاره د کارموندنې زمينه برابره کړي.
ده زياته کړه، چې دغه شورا همدې موخې ته د رسېدو لپاره جوړه شوه.
د هغه په وينا، په ياده شورا کې د بلخ ولايت اړوند د خصوصي سکتور رښتيني سوداګر شامل دی.
قريشي وويل، چې له دې لارې به د بلخ پوهنتون د محصلينو له تجربو او پوهې کار اخيستل کېږي او هغوی ته به په مسلکی توګه د دندو د پيدا کېدو زمينه برابره شي.
ده زياته کړه، چې په ياده شورا کې د بلخ پوهنتون د رييس په ګډون ځينې استادان، د خصوصي سکتور استازي، د ځينو برياليو شرکتونو استازي او د بلخ ولايت مقام استازی شامل دي.
د بلخ پوهنتون علمي مرستيال ناصر حيدر پژواک ته وويل، که دغه شورا لکه څنګه چې يې موخې تشريح شوې، کار وکړي نو مثبتې پايلې به يې ډېرې وي.
هغه زياته کړه، چې د دې شورا له لارې به محصلينو ته د عملي کار زمينه برابره شي او تکړه محصلين به يې له لارې دندې هم پيدا کړای شي.
د بلخ د سوداګريزو خونو مدير نصيراحمد قاسمي وويل، چې د يادې شورا له لارې به بلخ کې خصوصي سکتور په مسلکی توګه وده وکړي.
د ده په وينا، شورا به هڅه وکړی، چې د بلخ پوهنتون او سوداګرو په مرسته د ننه په هېواد کې د مسلکی کارکوونکو شمېر زيات کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن