ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د زندان مدير نيول شوى او زندانانيانو د بېرته نيولو عمليات پيل شوي

د غزني د زندان مدير نيول شوى او زندانانيانو د بېرته نيولو عمليات پيل شوي

author avatar
15 Sep 2015 - 16:24
د غزني د زندان مدير نيول شوى او زندانانيانو د بېرته نيولو عمليات پيل شوي
author avatar
15 Sep 2015 - 16:24

غزني (پژواک، ۲۴ وږی ۹۴): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت د تېرې ورځې پېښې په تړاو يې د زندان مدير نيولى او د زندانيانو د بېرته نيولو عمليات يې هم پيل کړي دي.

وړمه شپه وسله والو طالبانو دغزني ولايت پر زندان ډله ييز بريد وکړ چې په پايله کې څلور طالبان او څلور پوليس ووژل شول او ٣٥٥ زندانيان له زندان څخه وتښتېدل.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني د تېرې ورځې د  پېښې په تړاو يې د زندان مدير نيولى دى.

هغه وايي چې د زندان له مدير څخه پوښتنې روانې دي خو تر اوسه يې څه خاص نه دي ويلي.

دغه راز انګار وايي چې د زندانيانو د بېرته نيولو عمليات يې هم پيل کړي او تر اوسه يې يو شمېر زندانيان نيولي دي.

هغه د بېرته نيول شوو زندانيانو د شمېرې  په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د زندان د پېښې په اړه هيچا ورته خبر نه و ورکړى.

خو د غزني د ولایتي شورا ريیس خالقداد اکبري پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د غزني امنيه قوماندان او د زندان مسوولين لاس لري.

هغه په دې برخه کې کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((د غزني امنیه قوماندان یو بې کفایته کس دى باید حکومتي چارواکي يې له دندې  لرې کړي.))

د ده په وينا، د زندان شاوخوا ته د پوليسو امنيتي پوستې شتون لري خو که دغه چارواکي ورسره لاس ونه لري، هېڅ امکان نه لري چې شاوخوا څلور سوه زندانيان له زندانه وتښتي.

هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت تېره ورځې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه يې پلاوى ټاکلى دى.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله کامراني هم غوښتنه وکړه چې د غزني امنيه قوماندان بايد له دندې ګوښه کړاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.