ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ولسمشر پر ځاى اجرائيه رييس کډون کوي

د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ولسمشر پر ځاى اجرائيه رييس کډون کوي

author avatar
15 Sep 2015 - 15:40
د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ولسمشر پر ځاى اجرائيه رييس کډون کوي
author avatar
15 Sep 2015 - 15:40

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د ولسمشر اشرف غني پر ځاى اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه نيويارک ته ځي.

ټاکل شوې چې د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه د روان لمريز کال د تلې په ٣مه نېټه پيل شي.

د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمداشرف غني په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

خو دا چې ولسمشر ولې نيويارک ته نه ځي، سرچينې يې په اړه معلومات ورنه کړل، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې ډاکترانو ولسمشر ته داوږده سفر کولو اجازه نه ده ورکړې.

د يادونې ده چې تېره مياشت په جرمني کې د ولسمشر اشرف غني د پښې جراحي عمليات ترسره شوي او ډاکټرانو ورته د استراحت توصيه کړې ده.

دولتي سرچينې وايي چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د لوى اختر په ورځو کې راځي، ځکه نو ولسمشر نه غوښتل چې په دې مهمو ورځو کې له هېواده بهر وي او بل دا چې د هېواد امنيتي حالت  هم ددې تقاضا نه کوي چې ولسمشر دې له هېواده بهر وي.

بلخوا د اجرائيه رياست وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې به ډاکټر عبدالله د افغان پلاوي مشري کوي.

سرچينې زياته کړې، په دغه پلاوي کې به د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر تر څنګ يو شمېر نور لوړو پوړي چارواکي هم ګډون ولري.

هغه وويل چې د ياد سفر پر مهال به محمود صيقل په رسمي توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه معرفي شي.

بلخوا يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د نيويارک د سفر په اړه د ارګ او اجرائيه رياست تر منځ اختلافات پيدا شوي دي.

د سرچينې په وينا، ولسمشر د نه تګ له پرېکړې وروسته ويلي وو چې د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر به په دې غونډه کې ګډون کوي، خو ډاکټر عبدالله له دې کار سره مخالفت وښود او خپل ځان يې وړانديز کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.