ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- ننګرهار د لويې لارې د امنيت خوندي کولو لپاره عمليات پيل شوي

د کابل- ننګرهار د لويې لارې د امنيت خوندي کولو لپاره عمليات پيل شوي

author avatar
15 Sep 2015 - 11:09
د کابل- ننګرهار د لويې لارې د امنيت خوندي کولو لپاره عمليات پيل شوي
author avatar
15 Sep 2015 - 11:09

جلال اباد (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د کابل–  جلال اباد د لويې لارې د امنيت خوندي کولو په موخه د خنجر ١١ په نوم پوځي چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات تېره ورځ د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ورېښمو تنګي او ماهيپر تنګي په سيمو کې پيل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د قول اردو د درېيمې پلې لوا سرتېرو، ملي پوليسو او د ملي امنيت کارکوونکو برخه اخيستې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د يادو عملياتو په لومړۍ ورځ د کابل ولايت د ماهيپر او سروبي تر منځ څلور کلي (ګوګامنډۍ،خوندي،ډګری او شپولې بابا) د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.

خو د ٢٠١ سېلاب قول اردو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د دغو عملياتو پر مهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه.

د کابل– جلال اباد پر لويه لاره دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې په دې وروستيو کې د دې لويې لارې په اوږدو کې وسله والو مخالفينو پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړي وو.

دغه راز د دې لويې لارې په اوږدو کې  څو ځلې يو شمېر کسان هم تښتول شوي وو چې ځينې يې بېرته د پيسو په بدل کې خوشې شول.

 د لغمان ولايت يو اوسېدونکى سمسور چې په کابل کې دنده لري، وايي چې پر لاره د بريدونو او تښتونو له وېرې دوى په ډاډه زړه سفر نه شواى کولى.

هغه زياتوي چې د همدې وېرې له امله ډېرو خلکو خپل کورونه کابل ته کډه کړل او خپلې سيمې يې پرېښودې.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى عمران الله چې د عامې روغتيا په وزارت کې دنده لري، وايي چې پر ياده لاره د نا امنيو د پېښو له امله دوى اندېښمن شوي وو.

هغه له دولتي ځواکونو مننه وکړه چې هلته يې عمليات پيل کړل او لاره يې د مسافرينو لپاره خوندي کړه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.