کابل ( پژواک،٢٤ وږي ٩٤): د حکومت اجرايي رييس په حکومتي بنسټونو کې د ظرفيتونو ټيټوالي په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي،چې په اوسط ډول د روان مالي کال نيمايي که يواځى شاوخوا ٢٠ سلنه بوديجه لګول شوې ده.
عبدالله عبدالله دا موضوع د يوى ناستې په ترڅ کى، نن له يو شمېر وزيرانو سره په سپيدار ماڼۍ کې څرګنده کړه.
هغه وويل: " کوم راپور چې تېره ورځ د وزيرانو شورا کې د ماليې وزارت له لوري وړاندې شودا په ګوته کوي چې د روان مالى کال نيمايي پورې ځينو وزارتونو خپله پراختيايي بوديجه ٦٠ سلنه مصرف کړې ده؛ خو يو شمېر نورو وزارتونو بيا له دې څخه لږ بوديجه لګولې ده ؛ خو په اوسط ډول د روان مالي کال نيمايي کې ٢٠ سلنه بوديجه لګول شوې ده، چې په هېڅ توګه د قناعت وړ نه ده."
اجرايي مشر زياته کړه :" د روان مالي کال د دويمې برخې په دريو مياشتو کې په اوسط ډول د پراختيايي بوديجې د لګولو کچه ٣٣ سلنې ته لوړه شوې ده، چې لا هم د منلو وړ نه دي."
عبدالله وويل :" کومو وزارتونو چې د بوديجې لګولو په برخه کې د حساب ورکونې او روڼتيا اصل په پام کې نيولى او لاس ته راوړنه لري، مننه ترې کوم او په ټوليز ډول د ټولو وزيرانو توجه غواړم څو په دې برخه کې جدي تمرکز ورلري."
د ٩٤- ١٣٩٣ مالي کال بوديجه ( دمرغومې له لومړۍ نېټې څخه د ليندۍ تر ٣٠مې) چې کابو ٤٣٦ ميليارډو افغانيو ( ٧.٦ ميليارډو ډالرو) ته رسېږي ، ٢٨٣ ميليارډه افغانۍ يې (٤.٩ ميليارډه ډالر) عادي بوديجه ده او ١٥٥ ميليارډه افغانۍ ( ٢.٧ميليارډو ډالرو) ته رسېږي پراختيايي بوديجه ده.
د حکومت دې مقام په اقتصادي پراختيا کې د خصوصي سکتور پر نقش د ټينګار تر څنګ وويل، چې خلک تمه لري څو خصوصي سکتور هم له نظام او قانون سره سم کار وکړي؛ خو د غوره پرمختګ لپاره لارې چارې يې بايد د حکومت د اقتصادي پروګرامونو په سر کې ځاى ولري او د ماليې وزارت دې هم د دولتي پروژو په تمويل ، عملي کولو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
اجرايي مشر ددې مطلب په څرګندولو سره چې تېر کال کې د هېواد اقتصادي وده سوکه وه، سږ کال يې هم د ورته وضعيت خبر ورکړ او په دې برخه کې د جزيياتو له ورکولو پرته يې وويل،چې دې وضعيت ته په کتو سره اړتيا ده څو د ماليې وزارت کاري چارې اسانه کړي څو مالي لګښتونه په ټاکلي وخت ترسره شي.
هغه په ورته وخت کې، له فساد سره د جدي مبارزې پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل،چې د نړيوالو مرستو کچه د تېر په څېر دوام نه مومي، نو د افغانستان حکومت بايد وړتيا او ظرفيت له ځان څخه وښيي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن