ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې يو مهم استنادي دېوال جوړ شو

لوګر کې يو مهم استنادي دېوال جوړ شو

author avatar
15 Sep 2015 - 11:27
لوګر کې يو مهم استنادي دېوال جوړ شو
author avatar
15 Sep 2015 - 11:27

پل علم (پژواک، ۲۴ وږی ۹۴): په لوګر ولايت کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت ٤٥٠ متره استنادي دېوال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوګر د فوايد عامې رياست مشر عبدالولي ستانکزي د وږي په ٢٤مه د يادې پروژې د پرانيستې په غونډه کې وويل چې دغه استنادي دېوال د کابل- ګردېز پر لويه لار د مرکز پل علم اړوند د تنګي واغجان او د خضر بازار په سيمو کې رغول شوى دى.

هغه وايي چې دا پروژه د درېيو مياشتو په موده کې ترسره شوې ده.

ده وويل چې د يادې پروژې مالي لګښت د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول شوى او چارې يې يوه شخصي شرکت بشپړې کړې دي.

هغه زياته کړه دغه دېوال درې متره لوړوالى لري چې د سېلابونو پر مهال په يادو سيمو کې سړک له زيانمنېدو ژغوري.

په ياده غونډه کې د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي پژواک ته وویل چې د دغه شان پروژو پلي کېدل د دې تر څنګ چې خلکو ته د کار زمينه برابروي د اړوند ولايت په اقتصادي چارو هم رغنده اغېز لري.

هغه زياته کړه: ((دغه پروژه په لوړ کيفيت رغول شوې او په دې سره به زموږ د کابل- ګردېز سړک له زيانمنېدو خوندي شي.))

د کابل- ګردېز د لويې لارې يوه موټر چلوونکي احمد زبير پژواک ته وويل: ((زه خوښ یم چې حکومت مو د ولس لپاره پروژې په لاره اچوي او د ستونزو د هواري تر څنګ ځوانانو ته په کې د کار زمینه برابروي.))

د هغه په وينا، له دغه سړک څخه د څلورو ولايتونو لارې تللې او په کار ده چې حکومت يې د خونديتوب لپاره په زيانمنو سيمو کې استنادي دېوالونه جوړ کړي.

د روان کال په اوږدو کې په لوګر ولايت کې يو شمېر نورې ورته پروژې هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او پر ځينو نورو يې کار روان دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.