کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د هېواد پياوړى ژورنالېست او وياند جان اقا الکوزى د سرطان ناورغۍ له امله د پراګ په يوه روغتون کې په حق ورسېد.
ليکوال، ژورنالېست او د نوموړي خسر محمدحسن ولسمل د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته د الکوزي د مړينې د پخلي تر څنګ وويل چې هغه له څه مودې راهيسې د سرطان ناروغۍ له امله ځورېده او نن يې د ارپايي چک هېواد د پلازمېنې پراګ په يوه روغتون کې ساه ورکړه.
ولسمل د الکوزي د ژورنالېستيکو هڅو په اړه وويل: ((الکوزي نږدې دېرش کاله د ژورنالېزم په ډګر کې کار کړى، دى يو موفق نطاق او په افغانستان کې د سياسي ګرديو مېزونو له رواجوونکو څخه وو.))
د هغه په وينا، الکوزى له اوږدې مودې راهيسې په ازادۍ راډيو کې کار کاوه او له دې نه وړاندې د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون او نورو رسنيو سره کار کړى او پنځه اولادونه ترې پاتې شول.
په ازادۍ راډيو کې د الکوزي همکار او ژورنالېست اجمل تورمان وايي چې د الکوزي نه شتون د افغانستان د ژورنالېزم لپاره يوه تشه ده او ګرانه به وي چې دا تشه دې ډکه شي.
د سرچينې په وينا، الکوزي په نورو رسنيو کې تر کار وروسته، په ۱۳۸۱ لمريز کال کې د ازادۍ راډيو د افغانستان په څانګه کې په کار پيل وکړ او تر پايه په همدې راډيو کې د اېډېټر او وياند په توګه پاتې شو.
تورمان د هغه د ژورنالېستيکي هڅو په اړه وويل: ((د الکوزي غږ په ازادۍ راډيو کې بې جوړې و، په ازادۍ راډيو کې تر (د ازادۍ په څپو کې) تر نوم لاندې د ده ځانګړې سياسي ګردي مېزونه د ځانګړې يادونې وړ دي.))
د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د الکوزي په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.
د پژواک خبري اژانس اداره د هېواد د پياوړي ژورنالېست او د ازادۍ راډيو د کارکوونکي جان اقا الکوزي پر مړينه خواشيني څرګندوي ، دعا کوي چې خداى دې هغه ته مغفرت، کورنۍ او دوستانو ته جميل صبر ورکړي.
د يادونې ده، په ټولنيزو رسنيو کې هم ګڼو افغان ژورنالېستانو او ليکوالو د نوموړي پر مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي مړينه يې د ژورنالېزم په ډګر کې يوه ستره تشه بللې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن