ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد له ٣٧ ميليارد متر مکعب زياتې اوبه بېځايه بهيږي

د هېواد له ٣٧ ميليارد متر مکعب زياتې اوبه بېځايه بهيږي

author avatar
16 Sep 2015 - 18:35
د هېواد له ٣٧ ميليارد متر مکعب زياتې اوبه بېځايه بهيږي
author avatar
16 Sep 2015 - 18:35

کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٤): د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د هېواد په کچه ٥٧ ميليارد متر مکعب سطحي اوبه شتون لري، چې له يادې اندازې يې له ٣٧ ميليارده مکعبه ډېرې له هېواد بهر روانې دي.

 د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وايي چې د يادو اوبو له اندازې ډېره کمه اندازه په هېواد کې لګول کېږي، خو له پاتې نورو يې ګاونډي هېوادونه ګټه اخلي.

 نوموړي چې نن د (د اوبو ژورنالېزم) تر نوم لاندې په روزنيز پروګرام کې په کابل کې خبرې کولې؛ زياته کړه چې دوى د اوبو د کنټرول او سپمولو لپاره ستر پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

 د اوبو او انرژۍ وزير زياته کړه، چې د اوبو کنټرول بوديجې او وخت ته اړتيا لري او کېداى شي په دې کې پاتې راشي چې په يوه وخت کې اوبه کنټرول او د ټولنې اړتيا پوره کړي.

 د ياد وزارت چارواکو پخوا ويلي و، چې د افغانستان د ټولو اوبو د کابو کولو لپاره ٣٠ ميليارد امريکايي ډالرو او ٢٥ کلونو ته اړتيا لري او د هېواد د لږ تر لږه اوبو کابو کول لس ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري او په دې برخه کې په دوه پنځه کلونو پلانونو باندې کار روان دى.

 دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان وايي چې نړيوالې ټولنې له يوې لسيزې څخه په زياته موده کې له افغانستان سره ميلياردونه ډالره مرسته وکړه، خو بيا هم د بنسټيزو پروژو د تمويل او د هېواد د اوبو د کابو کولو په برخه کې ډېر کم کار شوى دى.

اوسمهال يوه موضوع چې د هېواد د ملي اقتصاد د پراختيايي سکټورونو، په ځانګړي ډول د کرنې و مالدارۍ، انرژي او صنايع سکټورونه يې له ګواښ سره مخ کړي، ډاډمنو اوبو ته لاسرسى دى.

 د اوبو د سرچينو څانګې چې د ميدان وردګو او پغمان له غرونو د کابل له سيند سره نښلول کېږي، د لوګر له سيند سره يو ځاى او له هغه وروسته په سروبي ولسوالۍ کې د پنجشېر سيند له يادو سرچينو سره يو ځاى کېږي او له ننګرهار او کونړ ولايتونو څخه په تېرېدو سره په پايله کې د پاکستان سيند ته توييږي.

 د اوبو نورې سرچينې چې د بابا او سپين غرونو له سوېلي برخو سرچينه اخلي، مهم سيند يې د هلمند (هيرمند) سيند دى. د هلمند سيند د افغانستان تر ټولو اوږد سيند دى، چې د هېواد په داخل کې ان تر زرو کيلومترو پورې بهيږي او په پايله کې له نيمروز ولايت څخه له تېرېدو وروسته ايران ته بهيږي.

د نيمروز خلک وايي، چې ايران له دغه ولايت سره په سرحدونو کې کانالونه ايستلي او د هلمند سيند اوبه د څښاک او د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره کاروي او کله چې د اوبو کچه لوړه شي، کانالونه تړي چې زيان يې د نيمروز اوسېدونکو ته رسيږي.

 دا خطرونه تر دې کچې و، چې په ١٣٧١ او ١٣٧٣ لمريز کلونو کې د نيمروز مرکز زرنج ښار د همدې اوبو له امله ډوب شو او خلکو ته يې ډېر زيانونه واړول.

د مرغاب سيند، چې له سپين غر او ترکستان بند څخه سرچينه اخلي او په يوه پراخه دره کې لوېديځ لوري ته جريان پيدا کوي. له بالامرغاب سره په نږدې سيمه کې، د فارياب ولايت د قيصار رود هم ور زياتيږي او د ٩٦٠ کيلومتره واټن له وهلو وروسته د امو سيند له سيند سره يو ځاى کېږي او په پايله کې د ترکمنستان د قراقرم ريګستان ته بهيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.