ترينکوټ ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : په اروزګان ولايت کې د يوه قومي مشر مېرمنې هغه وسله وال طالب وواژه، چې ددې پر خاوندې يې ډزې کړې وې او هغه يې سخت ټپي کړى و.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر رحيم الله خان د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په اتو بجو د ترينکوټ ښار په خيروکارېز سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يوه وسله وال طالب په بې غږه تومانچه د يادې سيمې په جومات کې پر قومي مشر حاجي غني ډزې وکړې او هغه يې سخت ټپي کړ.
د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکو او په جومات کې لمونځ کوونکو تر ډزو وروسته دغه طالب نيولى و.
د امنيت امر وايي، تر دې مخکې چې پوليس سيمې ته ورسېږي او بريدګر طالب ونيسي، د حاجي غني مېرمن له خپل کور څخه له کلاشنيکوف سره راغله او پر ياد طالب يې ډزې وکړې او هغه يې ځاى پر ځاى وواژه.
د نوموړي وينا، حاجي غني په ترينکوټ کې تر لومړۍ درملنې وروسته کندهار ولايت ته د نورې درملنې لپاره لېـږدول شوى دى.
ويل کېږي، چې حاجي غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي يو له نږدې دوستانو څخه و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن