ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزيز : که کابل وغواړي د سولې خبرې بيا پيلېدلى شي

سرتاج عزيز : که کابل وغواړي د سولې خبرې بيا پيلېدلى شي

author avatar
16 Sep 2015 - 10:54
سرتاج عزيز : که کابل وغواړي د سولې خبرې بيا پيلېدلى شي
author avatar
16 Sep 2015 - 10:54

کابل ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : پاکستان وايي چې دافغانستان د سولې د ځنډېدلو خبرو اترو د بيا پيلولو هڅې کوي.

دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون ناوخته په اسلام اباد کې ددغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د طالبانو د ډلې د مشر ملا محمد عمر تر مړينې وروسته د طالبانو په غوښتنه دا لړۍ درېدلې وه.

د افغان دولت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د سولې لومړى پړاو خبرې اترې د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر نظارت لاندې د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د مري په سيمه کې شوې وې.

ټاکل شوې وه، چې د سولې دويم پړاو خبرې هم په اسلام اباد کې د روان لمريز کال د زمري په ٨مه ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې له امله دا خبرې وځنډېدلې او د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور د سولې له خبرو سره مخالفت اعلان کړ‌.

سرتاج عزيز وايي چې دوى د سولې د ځنډېدلو خبرو د بيا پيلولو هلې ځلې کوي.

نوموړي د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو بيا پيلول کابل پورې تړاو لري ، که چېرې کابل وغواړي نو دا خبرې بيا پيلېدلى شي.

هغه يو ځل بيا رد کړه، چې د طالبانو مشر ملاعمر په پاکستان کې مړ شوى او زياته يې کړه، چې اوس د ملا عمر زوى ملا يعقوب هم اعلان کړى، چې پلار يې د تور زيړي ناروغۍ له امله په افغانستان کې وفات شوى دى.

د يادونې ده چې په کابل او ځينو نورو سيمو کې له خونړيو بريدونو وروسته چې په ترڅ کې يې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، د افغانستان حکومت يې پړه  پر پاکستان واچوله.

تر يادو پېښو وروسته ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ، چې له دې وروسته دپاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.