هرات ښار ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): هرات کي يو تن خپله مېرمن او خسر ووژل او خواښې يې ټپي کړه.
د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات نهمې ناحيې اړوند د جادۀ ابريشم په سيمه کې، يو تن خپله مېرمن او خسر وژلي او خواښې يې سخته ټپي کړې ده.
د شيرزي په وينا، وژل شوي کسان او ټپي روغتون ته لېږدول شوي دي.
شيرزي زياته کړه، د عدلي طب څېړنې ښيي، چې دا پلار او لور په چاکو وژل شوي دي.
همداراز د هرات حوزوي روغتون وياند وويل، چې د لومړيو څېړنو له مخې، دا پېښه د کورنۍ اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې ده.
له هڅو سره سره،امنيتي مسوولينو د پېښې په تړاو د قاتل د نيولو او تښتېدلو په اړه معلومات ور نه کړل.
د سيمه ييزو مسوولينو د معلوماتو له مخې، د روان کال راهيسې تر اوسه په دې ولايت کې نږدې ٢٠ ميرمنې د بېلابېلو پېښو له امله وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن