ترينکوټ ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : د اروزګان د دوو ولسواليو ولسوالان وايي چې د وسله والو طالبانو تر سختو بريدونو لاندې دي ، خو د وژل شويو سرتېرو جسدونه او ټپي سرتېري څوک نه لېږدوي.
دغه چارواکي وايي چې له څو ورځو راهيسې په خپلو ولسواليو کې تر سختو بريدونو او ګواښونو لاندې دي، له څو ځله غوښتنو سره سره يې هم چا مرستې ته نه دي رادانګلي.
د چنارتو ولسوال معلم فيض محمد د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې سختې جګړې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې سلګونو وسله والو طالبانو پر بېلابېلو پوستو بريدونه کړي چې له امله يې اتو پوستو تر اوسه سقوط کړى دى.
دى وايي : (( وسله وال طالبان د ولسوالۍ د مرکز يوکيلو مترۍ ته رارسېدلي او که ژر ورته مرستې ونه رسېږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.))
نوموړي د ولايت د مرکز ترينکوټ او په کابل کې پر مرکزي چارواکو نيوکې وکړې چې تل رسنيو ته د دې ولايت د امنيت په اړه دروغ وايي او سم معلومات نه ورکوي.؟
د ولسوال په وينا، څو ځله يې له مسوولينو د مرستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې مرستې ته څوک نه دي حاضر شوي.
معلم فيض محمد وويل چې په دې جنګونو کې يې درې تنه پوليس ټپي شوي، دلته يې درملنه نه کېږي او د لارې بندېدو له امله يې ترينکوټ ته نه شي لېږدولى.
د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ ولسوال امين الله خالقي هم وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې سخت جنګونه روان دي.
دى وايي چې په ولسوالۍ کې د ملي اردو يو شمېر سرتېري وژ ل شوي او نږدې ١٠ تنه نور ټپي دي، خو نه د ټپيانو درملنه کېږي او نه هم څوک جسدونه لېږدوي.
خو په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک يوه افسر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر ٢٠ پورې مړي او ټپيان لري.
هغه زياته کړه، چې له تېرو څو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه ده، نه يې څوک مرستې ته راغلي او نه هم څوک د ملي اردو جسدونه او ټپيان لېږدوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن