ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني وکيلان د ټاکنيز نظام د اصلاح طرحه نيمګړې بولي

ځيني وکيلان د ټاکنيز نظام د اصلاح طرحه نيمګړې بولي

author avatar
16 Sep 2015 - 19:48
ځيني وکيلان د ټاکنيز نظام د اصلاح طرحه نيمګړې بولي
author avatar
16 Sep 2015 - 19:48

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د ولسي جرګې ځينې وکيلان د ټاکنيز نظام د اصلاح طرحه نيمګړې او د نه منلو وړ بولي او د رڼو ټاکنو لپاره د برېښنايي تذکرو پر وېش ټينګار کوي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د ولسمشر فرمان پر بنسټ رامنځ ته شو او د روان کال د چنګاښ په ٣١مه يې کار پيل کړ، د هېواد له بېلابېلو پرګونو څخه د رايو له ترلاسه کولو څخه وروسته يې خپله لومړنۍ وړانديز شوې کڅوړه په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه حکومت ته وسپارله.

د وږي په ١٥مه، ولسمشر د يو فرمان له مخې د دې کمېسيون اووه وړانديزونه تاييد کړل او د دې وړانديزونو د ژر پلي کولو لپاره د قانوني لارو چارو برابرولو لارښوونه يې وکړه.

په دې وړانديزونو کې د رايوو ورکوونکو او رايو نوملړ، د ټاکنيزو کمېسيونونو ځواب وينه، د شکايتونو په کمېسيون کې د دوو بهرنيو وګړو شتون، په ولسي جرګه کې د هندوانو لپاره د يوې څوکۍ ځانګړي کول، د برېښنايي تذکرو وېش، په ولايتي او د ولسواليو په شوراګانو کې د ښځو څوکيو زياتول ٢٥سلنه او د اوسنيو رايو د کارتونو باطلول شامل دي.

 د وړانديز شوې کڅوړې د درېيو مواردو په اړه (لومړى، دويم او اتم) تر اوسه  ولسمشر فرمان نه دى صادر کړى، چې  د ټاکنيز نظام بدلون، د ټاکنيزو حوزو کوچني کول او د روڼتيا کمېټې رامنځ ته کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځيني دا وړانديزونه د ټاکنو قانون تعديل ته اړتيا لري.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي او د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون غړى چې د دې کمېسيون د کړنو په اړه يې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته معلومات ورکول، وويل چې ولسمشر په ټاکنيز نظام کې د بدلون په اړه د وړانديز شوو مواردو، د ټاکنيزو کمېسيونونو د ځواب وينې  او د رايو ورکوونکو د نوملړ برابرولو لپاره د روڼتيا کمېټې جوړولو په اړه نور معلومات غوښتي او پاتې نور يې د فرمان له مخې د اجرا په مرحله کې تر لاس لاندې نيولي دي.

د هغه په وينا، د ټاکنو اوسنى نظام يو ناسم سيستم دى، چې يواځې څلور هېوادونه ترې استفاده کوي.

نوموړي په ټاکنوکې د شفافيت په موخه د رايوو ورکوونکو د نوملړ په برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل، د رايو ورکوونکو د نوملړ چمتو کول په ټاکنو کې د روڼتيا بنسټ جوړوي.

خو د خلکو ډېرو استازو پر دې طرحې نيوکه وکړه.

په دې جرګه کې د بدخشان خلکو استازي امان الله پيمان وويل: "د اصلاحاتو کمېسيون طرحې نيمګړې او د قانون خلاف دي او بايد دوديزه لويه جرګه جوړه شي او په دې اړه تصميم ونيسي."

په ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازي منورشاه بهادري او کمال ناصر اصولي هم دا طرحه نيمګړې وبلله او ويې ويل، چې دا طرحه د منلو وړ نه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.