کابل(پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د غزني امنيه قوماندان او د امنيت امر دې ددغه ولايت پر زندان شوي بريد په مخنيوي کې د پاتې راتلو په سبب ګوښه شي.
درې شپې مخکې، د غزني پر زندان د وسله والو مخالفينو په ډله ييز بريد کې ٣٥٥ بنديان وتښتېدل، څلور پوليس او څلور بريدګر ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې زندان کې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې پر جرمونو تورن ١٤٨ تنه او په نورو جنايي جرمونو تورن ٢٠٧بنديان په کې ساتل کېدل.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمدعارف رحماني نن ددې جرګې عمومي غونډې ته وويل:((د غزني د زندان پېښه يوه استخباراتي توطيه وه، څلور ځله پوليسو ته خبر ورکړل شوى و، خو هېڅ پاملرنه ونه شوه، پوليسو ناغيړي کړې ده.))
نوموړي د غزني ولايت د امنيه قوماندان او امنيت امر د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل:((د زندان له منځه همکاري شوې او د پوليسو ناغيړي ددې سبب شوې چې مخالفين خپلې موخې ته ورسېږي.))
د غزني يوې بلې استازې شاه ګل رضايي هم په دې جرګه کې د غزني امنيه قوماندان او امنيت امر پر ګوښه کېدو د ټينګار تر څنګ وويل:((په ١٥ ورځو کې څلورم ځل دى چې پوليسو ته خبر ورکړل شوى، ١٨ بنديان کابل ته ولېږدول شول، خو د پېښې د مخنيوي لپاره تدابير ونه نيول شول.))
هغې زياته کړه، د ٣٥٥ بنديانو تېښته به د غزني او ګاونډيو ولايتونو پر امنيت منفي اغېز وکړي.
مېرمن رضايي همدارنګه وويل چې د مخالفينو سره د زندان له د ننه همکاري شوې او په دې اړه کافي اسناد شتون لري.
هغه د جزيياتو له ورکړې پرته د ولسي جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې ددې جرګو له کمېسيونونو يو ګډ پلاوى ددې پېښې د څېړنې لپاره وګوماري.
د جرګې يو شمېر نورو غړو هم د غزني پر زندان د شوي بريد د څېړنې غوښتنه وکړه او د کورنيو چارو له وزير يې وغوښتل چې ددې ولايت امنيه قوماندان او د امنيت امر ګوښه کړي.
د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي د کورنيو، دفاعي چارو او تقنين کمېسيون ته لارښوونه وکړه چې دا قضيه په جرګه کې د غزني ولايت له استازو سره په ګډه له نږدې وڅېړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن