پل علم (پژواک،٢٦وږى٩٤): د لوګر په مرکز او دريو ولسواليو کې د ملي پيوستون ٦١ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د لوګر والي محمدحليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژې په مرکز پل علم، څرخ، محمداغې او بره کي برک ولسواليو کې پلې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د غونډو تالارونه، استنادي دېوالونه، د لارو پخول، پولګوټي، د څښاک اوبو څاګانې، کانالونه او د کارېزونو پاکول شامل دي.
ده زياته کړه، د ملي پيوستون له لوري په دې پروژو ٩٥ميليونه افغانۍ لګول شوې او ټولې پروژې د خلکو په غوښتنه او همکارۍ ترسره شوې دي.
فدايي وايي: ((په دې پروژو سره د خلکو لومړنۍ ستونزې هوارې شوې، اوس به په يادو برخو کې ډېرې ستونزې ونه لري.))
دغه راز د لوګر د کليو پراختيا رييس رحمت الله سروري پژواک ته وويل، د يادو پروژو چارې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د هغه په وينا، په دې پروژو کې لس سلنه خلکو هم ونډه درلوده او د کيفيت له پلوه هم ښې دي.
هغه زياته کړه، دغه رياست په پام کې لري چې د کال تر پايه يو شمېر نورې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپاري.
د محمداغې ولسوالۍ د سرخ اباد سيمې قومي مشر ملک حبيب الله پژواک ته وويل: ((موږ له دې پروژو ډېر خوښ يو؛ ځکه دغه هغه پروژې دي، موږ ورته ويلي وو چې پلې يې کړي.))
د نوموړي په خبره، د ملي پيوستون له لوري په محمداغې کې د ځينو نورو پروژو تر څنګ درى کيلومتره سړک هم پوخ شوى چې ٨ کلي د کابل _ګردېز له لويې لارې سره نښلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن