کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٤): ولسمشر غني د کرکټ د تنکيو ځوانانو لوبډلې ته د مډال او ستاينليکونه ورکولو تر څنګ لوبغاړو ته د لا ډېرو مرستو او امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې له لوبغاړو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر، د تنکیو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې روزونکي او د یادې لوبډلې مشر د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د ۲۰۱۵ز کال د غوره لیګ په سیالیو کې د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته د بریا مبارکي وویله او په دې ویاړ یې د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال او افتخاري ستاینلیکونه ورکړل.
نوموړي د کرکټ بورډ له ادارې، مسوولینو او ملي سوداګرو څخه لوبغاړو ته د مالي امکاناتو او د باور فضا د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او د کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته یې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د تکړه ځوانانو غوره کول وستایل.
هغه د لوبغاړو د نظم او ډسپلین د ستایلو تر څنګ، هغوی ته د لا ډېرو مرستو او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: "تاسو د افغانستان استازي او تر ټولو لوی سفیران یئ."
ولسمشر لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، هر ځل چې ستاسو له برکته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان ملي بیرغ رپېږي، نو د افغانستان ټول خلک په تاسو ویاړي او دا د ټولو لپاره ستره خوښي او لوی ویاړ دی.
اشرف غني د کرکټ تنکیو لوبغاړو ته په راتلونکي کې د لا ډېرو بریاو هیله څرګنده کړه او د زېري په دود یې ورته وویل، د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي د ژمنې پربنسټ د دوی ټول لوبغالي ستاسو په خدمت کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن