پل علم (پژواک، ٢٧ وږى ٩٤): د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې د ماين چادونې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د لوګر له ازرې ولسوالۍ يو پيکپ موټر کابل ته پر لاره و چې په خاکجبار ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين له چاودنې سره مخ شو.
دى وايي چې په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ٧ کسان ټپيان دي.
ورا زياته کړه چې د ټپيان روغتيايي حالت ښه نه دى او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لوګر ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې ياد کسان د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
هغه زياته کړه: ((دغو کسانو غوښتل چې کابل او بيا له هغه ځايه د خپلو دوستانو د ليدو لپاره لوګر ته ولاړ شي.))
ده هم وويل چې په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
د يادې چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
له تېرو ١٣کلونو راهيسي طالبانو د ازرې ولسوالۍ لويه لار له لوګر ولايت سره تړلې ده او اوس يې اوسېدونکي لومړى کابل او بيا لوګر ته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن