کابل ( پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): يو شمېر کارپوهان او د خلکو استازي وايي، چې د حکومت اجرايي مشر دې د افغان ولس اساسي ستونزې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي او په کلکه دې له ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي، دا غونډه هرکال د نړۍ د حالاتو څېړنې لپاره تر سره کېږي او ويل کېږي چې افغان پلاوى به له بشپړ چمتووالي او ځانګړې اجنډا سره د روانې زېږديزې مياشتې په پاى کې ورشي.
د حکومت د اجرايي رياست د وياند مرستيال جاويد فيصل وويل،چې افغانستان او سيمه کې د امنيت ټينګښت، اقتصادي همکارۍ او د داعش نوي راټوکېدلي ګواښونه د افغان پلاوي په اجنډا کې شاملې مهمې موضوع ګانې دي،چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته به وړاندې شي.
د هغه په وينا، په دې ناسته کې به د بهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني تر څنګ يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي برخه واخلي او عبدالله عبدالله به په عمومي غونډه کې د وينا کولو تر څنګ دوه اړخېزې او درې اړخيزې ناستې هم ولري.
د چارو يو شمېر پوهان د ملګرو ملتونو کلنۍ اويايمه عمومي غونډه د افغانستان لپاره يوه موکه بولي او وايي چې حکومت بايد له دې ناستې څخه سمه ګټه واخلي او له دې موکې څخه په استفادې سره ، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې او له ترهګرۍ څخه ددې هېواد ملاتړ په اړه دې خپل کلک اعتراض په دې غونډه کې په جدي ډول وړاندې کړي.
د سياسي چارو کارپوه دل اقا سخي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، د حکومت لپاره مناسبه موکه ده څو د پاکستان پر وړاندې خپل روښانه دريځ اعلان کړي او د پاکستان له لاسوهنې او تروريزم څخه د ملاتړ په اړه دې شکايت وکړي.
هغه زياته کړه،چې دا اعتراض بايد يواځې په ويلو خلاصه نه شي، بايد افغان حکومت کره او د اعتبار وړ اسناد ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي او له دې سازمان څخه دې وغواړي څو په پاکستان فشار راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
يوې حکومتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې افغان حکومت سلا شوى څو ډاکټر عبدالله پر پاکستان د فشار موضوع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
سرچينې زياته کړه، چې مخکې تر دې د پاکستاني پلاوي په ګډون څلور اړخيزه غونډه تر سره کېده؛ خو اوس افغانستان هغه رد کړه او ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د افغانستان، چين او امريکا د استازو په ګډون درې اړخېزه غونډه د پاکستان له شتون څخه پرته د افغانستان په اړه جوړه شي.
د مشرانو جرګې غړى جمعه الدين ګيانوال وايي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغان پلاوي ګډون خورا مهم دى او بايد د پلاوي د اجنډا اصلي تمرکز د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه پر اعتراض او شکايت ور ټول وي.
هغه وويل : " چې افغان پلاوى دې د خلکو اعتراض د نړيوالو غوږونو ته ورسوي چې د تروريزم ځالې په پاکستان کې دي او د هغه هېواد له لوري يې ملاتړ، تجهيز او مالي مرسته کېږي او دا ځالې بايد په هر ځاى کې له منځه لاړې شي."
په ولسي جرګه کې د سرپل استازي شريفي بلخابي هم وويل، چې ډاکټر عبدالله د پلاوي مشري کوي ، بايد بنسټيزې ستونزې د ملګرو ملتونو په غونډه کې وړاندې کړي او له نړيوالې ټولنې څخه دې غوښتنه وکړي څو د افغانستان د امنيتي وضعيت ښه والي لپاره جدي او اړينې ژمنې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن