کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): نړيوال بانک نن (وږي په ٢٨مه ) د کرنې له سکتور سره د ٢١٣ موټرسايکلونو مرسته وکړه.
د کرنې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نړيوال بانک دغه موټرسايکلونه د هېواد د ۳۴ ولايتونو د کرنې نباتاتو د ساتنې برخې له کارکوونکو سره د سيمه ييزو ستونزو د هواري په موخه کړې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دې وسايطو د اخيستلو ټوليز مالي لګښت ۲۰۰زره امريکايي ډالره دی.
سرچينه کاږي، دغه موټرسايکلونه د ۳۴ ولايتونو د اړتيا پربنسټ، د نباتاتو د ساتنې او د هېواد د سرحدونو قرنطين شويو سټېشنونو څانګو ته سپارل کېږي، ترڅو د ولايتونو د نباتاتو د ساتنې مديريتونه د خپلو ورځنيو ستونزو د هواري ترڅنګ لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته د څېړنې او په کروندو او بڼونو کې د هر ډول افتونو او ناروغيو د مطالعې په موخه سفر وکړي او په مستقيم ډول له کروندګرو او بڼوالو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي.
سرچينه زياتوي، نباتي ناروغۍ او افتونه د کرنې د ودې او پراختيا د شاتې پاتې والي، کروندو ته د زيان رسولو او په ټوليز ډول د کروندګرو اقتصادي حالت ته د زيان رسولو يو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. هر کال د هېواد زيات کروندګر له دغه برخې څخه زيانمنېږي او په کروندو کې يې حاصل او د دوی د څو مياشتو زحمت ګالل له هېڅ سره برابرېږي.
د سرچينې په حواله، د يادو شويو لېږدوونکو وسايطو په واسطه به د کرنې وزارت کارپوهان وکولای شي، خپلې د فعاليت سيمې ته پراختيا ورکړي او له دې سره به زياتې او ښې لاسته راوړنې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن