ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ پوليس وژل شوي او يو طالب ولسوال نيول شوى

شپږ پوليس وژل شوي او يو طالب ولسوال نيول شوى

author avatar
19 Sep 2015 - 12:12
شپږ پوليس وژل شوي او يو طالب ولسوال نيول شوى
author avatar
19 Sep 2015 - 12:12

فيض اباد (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو دريو ملګرو سره نيول شوى دى.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي چې دا سيمه ييز پوليس تېره ورځ د بهارک ولسوالۍ د سرخم کلي امنيتي پوسته کې د غرمې ډوډۍ پر خوړلو بوخت وو چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د پوستې څو ميله وسله هم له ځان سره وړې ده.

خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې اووه اربکيان يې په بهارک ولسوالۍ کې له څه مقاومت وروسته له منځه وړي، يو ټانک، يو رينجر موټر، درې دهشکې، پيکا ماشيندار، راکټ او پنځه کلاشينکوفو يې ترلاسه کړي دي.

ځايي چارواکي په کشم ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال قاري ناصر د نيول کېدو خبر هم ورکوي.

د والي وياند وويل چې دا ولسوال يې له خپلو دريو ملګرو سره تېره شپه په چهارمغزدره سيمه کې له يوه کوره د امنيتي ځواکونو د عمليات په پايله کې نيولى دى.

فروتن زياته کړه چې له نوموړي څخه يو راکت توغوونکى، يو ميل کلاشينکوف او يو له چاودونکو توکو ډک سراچه موټر هم نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، قاري ناصر غوښتل چې له دې مهماتو د کشم ولسوالۍ يا فيض اباد ښار د ګڼه ګوڼې په يوه ډکه ساحه کې د چاودنې لپاره کار واخلي، خو ناکام شول.

د ده په خبره، قاري ناصر د کشم د پخواني ولسوال عبدالجبار مصدق او په بهارک ولسوالۍ کې د صحرايي محکمې له لارې د يوې نجلۍ په وژلو کې لاس درلود.

مصدق د روان کال په چنګاښ مياشت کې د ماين په چاودنه کې لومړى ټپي شو او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د ويلو ده چې تېره مياشت هم طالبانو يوه ښځه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کۍ د نامشروع اړيکو په تور په دار وځړوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.