ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قدير: د ختيځو سيمو مشران له وسله والو مخالفينو سره د جګړې چمتووالى نيسي

قدير: د ختيځو سيمو مشران له وسله والو مخالفينو سره د جګړې چمتووالى نيسي

author avatar
19 Sep 2015 - 20:02
قدير: د ختيځو سيمو مشران له وسله والو مخالفينو سره د جګړې چمتووالى نيسي
author avatar
19 Sep 2015 - 20:02

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال حاجي ظاهر قدير وايي، د ختيځو ولايتونو مشران د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې لپاره د چمتووالي په حال کې دي، ځکه حکومت د دغو ولايتونو امنيتي وضعيت ته پام نه دى کړى.

د هېواد د ختيځو ولايتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) لسګونو مشرانو کابو دوه اونۍ وړاندې (د وږي ١٥مه) د يوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې په کابل کې وويل، که چېرې دولت د روان کال د تلې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې د هېواد په ختيځ کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عمليات تر سره نه کړل او د امنيت په ټينګښت کې عملي ګامونه پورته نه کړي، نو دوى به له خپل ځان څخه د دفاع په موخه راپورته شي.

حاجي ظاهر د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې وويل: "حکومت تر اوسه پورې هېڅ ګام نه دى پورته کړى او د ختيځ مشران د دولت له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په موخه چمتووالى نيسي."

د يادې جرګې لومړي مرستيال، په ټوليز ډول د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

د هغه په وينا، که چېرې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين ګامونه پورته نه شي، اوسني سياسي، ټولنيز، اقتصادي او امنيتي شرايط کړکېچن کېږي، خو که چېرې د امنيت په برخه کې اړين کارونه وشي، په نورو برخو کې هم ښه والى رامنځته کېږي.

قدير، د امنيتي سکټور پر مشرتابه نيوکه وکړه او ويې ويل: "موږ د خپلو سرتېرو او افسرانو پوروړي يو، چې په ډېرې مېړانې سره له هېواد او خلکو څخه د دفاع په برخه کې سر او د بدن غړي قرباني کوي، خو له بده مرغه د امنيتي ځواکونو مشرتابه د غوره مشرۍ وړتيا، نيت او توان نه لري."

د ولسي جرګې لومړي مرستيال د غزني پر محبس، د هلمند د کجکي پر بند، د فارياب پر يو شمېر سيمو او نورو ولايتونو کې د وسله والو وروستيو بريدونو ته په اشارې سره وويل: "هغه سيمې چې د لسګونو امنيتي ځواکونو په وينو ونيول شوې، يو ځل بيا وسله والو مخالفينو ته تسليم شوې، هغه عمليات چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تر سره شول، د لسګونه سرتېرو له قرباني نورې لاسته راوړنې يې نه درلودې."

ظاهر په کابل کې د امريکا له سفير او د بهرنيو ځواکونو د پرېکنده ماموريت له عمومي قوماندان وغوښتل، چې دوى له امريکا او ناټو سره د افغانستان امنيتي هوکړه ليک ته په پام سره له افغانستان سره د خطرونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.       

هغه زياته کړه: "همدې نړيوالې ټولنې موږ په جګړو کې اچولي يو، چې زموږ په ګټه نه دي، اوږه په اوږه بايد عمل وشي، که چېرې افغان امنيتي او ناټو ځواکونه نه شي کولى او يا يې نه کوي چې امنيتي ستونزې حل شي، خپل ځاى دې خلکو ته پرېږدي، خلک دا وړتيا لري چې د افغانانو د دښمنانو پر وړاندې جګړه وکړي."

نوموړي دغه راز په ياده جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل، څو هغه چارواکي چې د مشرتابه وړتيا نه لري، د باور رايه ترې واخلي او پر ځاى يې نور کسان وګوماري.

نوموړي د چا له نوم اخيستو پرته وويل: "د امنيتي سکټور يو شمېر چارواکي چې د خلکو دښمنان دي او د خلکو پر ضد توطيې برابروي، بايد لرې کړل شي."

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، له لوى اختر وروسته به د امنيتي سکټور چارواکي استجواب شي، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره امنيتي ستونزې ډېرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.