ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا اختر منصور : طالبان دې پر يوبل بد ګوماني نه کوي

ملا اختر منصور : طالبان دې پر يوبل بد ګوماني نه کوي

author avatar
19 Sep 2015 - 18:00
ملا اختر منصور : طالبان دې پر يوبل بد ګوماني نه کوي
author avatar
19 Sep 2015 - 18:00

کابل ( پژواک، ٢٨ وږى ٩٤ ) : د طالبانو د ډلې نوي مشر ملا اختر محمد منصور په يوه پيغام کې د خپلو ملګرو طالبانو په منځ کې د پخلاينې غږ کړى دى.

د ملا اختر منصور دغه پيغام د وږي په ٢٨مه، ددوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېـږل شوى دى.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي چې د دوى ډله د ټولو ګډ کور دى او ادعا يې کړې ده، چې د وروستيو بدلونونو له امله د دوى په منځ کې کومه شخړه او بې اتفاقي نه ده رامنځته شوې.

خو د دوى د پخواني مشر ملامحمد عمر تر مړينې وروسته د هغه کورنۍ او يو شمېر نورو طالب مشرانو د ملا اختر منصور له مشرۍ سره مخالفت وښود او د ملا عمر کورنۍ څو مياشتې وروسته له ملا منصور سره بيعت وکړ.

ملا منصور په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي : (( زه يو ځل بيا دا خبره اعلانوم ، چې امارت د کوم چا، فرد يا ډلې شخصي ملکيت نه دی، دا د ټولو ګډ کور دی.))

نوموړي زياته کړې،کوم کسان چې د امارت د رهبرۍ په نوي تغير کوم ملاحظات لري، نو ملاحظات به يې له خير خواهۍ ډک وي .

د طالبانو مشر په دې پيغام کې له دغو کسانو خواست کړى، ځانونه دې پردي او طرف ونه بولي، ځکه له دغسې موقعيت څخه يې مخالفين بده استفاده کوي او زيان يې امارت ته رسېږي.

ملا منصور له دا ډول کسانو غوښتي چې که د خيرخواهۍ هره مشوره او د اصلاح هره خبره لري بايد د امارت په دننه کې يې مطرح کړي، دوى ورته هرکلى وايي.

هغه زياته کړې: (( زه له خپل جانبه يوځل بيا دا خبره واضحه کوم،  هغه وروڼه چې تراوسه يې ځانونه د څه ملاحظاتو له امله په فاصله کې ساتلي موږ دوی ته د خپلو وروڼو په نظر ګورو او د ورورۍ او اتحاد لاس وراوږدوو، امارت د دوی او زموږ ګډ کور دی، په دې صف کې به دوی ته تر هېچا کم ونه کتل شي او نه به د رايې او نظر د اوسني مخالفت له امله ورسره کوم توپيري چلند وشي.))

هغه له طالبانو دغه راز غوښتي چې په خپلو منځو کې د يوه بل پر ضد بد الفاظ ونه کاروي او نه هم يو پر بل غلط ګومانونه وکړي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.