ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د پانګونې وضعيت د څېړنې ناسته ترسره شوه

هرات کې د پانګونې وضعيت د څېړنې ناسته ترسره شوه

author avatar
19 Sep 2015 - 20:08
هرات کې د پانګونې وضعيت د څېړنې ناسته ترسره شوه
author avatar
19 Sep 2015 - 20:08

هرات (پژواک ٢٨ وږى ٩٤): هرات کې د پانګونې د وضعيت  څېړنې په ناسته کې وويل شول، چې د هېواد امنيتي وضعيت له ترينګلتيا سره-سره په دغه ولايت کې ډېره پانګونه هيله بښونکې ده.

په دغې ناسته کې، چې د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې له لوري او د دغه ولايت اقتصاد او کرنې او مالدارۍ رياستونو په مرسته تر سره شوې وه، ډېر شمېر کورنيو او سيمه ييزو چارواکو او پانګه والو په کې ګډون کړى و.

د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر سعد خطيبي، د هېواد له امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې په هرات کې ځينو لويو پروژو چې يو شمېر يې د پرانيستې او يا د تر سره کولو په حال کې دي، راتلونکې ته هيلې زياتې کړې دي.

نوموړي د بېلګې په ډول د سلما له بند څخه يادونه وکړه، چې د هندوستان هېواد په ٣٠٠ ميليون ډالرو بلاعوضې مرستې د پاى په پړاو کې ده او يا ځينې نورې بنسټيزې پروژې، لکه د ايټاليا له لوري د هرات د ښاري کمربند جوړولو پروژه.

د خطيبي په وينا، په اوسني وخت کې د پانګونې ډېرى فرصتونو ته په کرنيزو چارو کې زمينه برابر ده او پانګه وال کولى شي، په دې ډګر کې په پانګونې سره ښه عايدات تر لاسه کړي.

خو د هرات د صنعتکارانو ټولنې مشر حميدالله خادم، د هرات صنعتي ښارګوټي او توليدي صنايعو اهميت ته په اشارې سره، دغه ښارګوټى د هېواد تر ټولو لوى ښارګوټى وباله او ويې ويل، حکومت په تېرو ١٤  کلونو کې، په دغه برخه کې بنسټيز کارونه نه دي تر سره کړي.

هغه زياته کړه: "هيله من يو چې دغه ناسته وکولى شي چې د هرات د صنعتي ښارګوټي ستونزې لرې کړي، خو صنعتي ښارګوټى له بده مرغه تر اوسه له ډېرو ګواښونو سره په ځانګړي ډول له ناامنۍ سره مخ دى او حکومت يې د حل لپاره تر اوسه پام نه دى کړى."

د هرات والي محمداصف رحيمي وويل، دغه ولايت د سترو پانګونو د جذب لپاره ښه فرصتونه لري او پانګه وال کولى شي چې په ښه توګه ترې ګټه واخلي.

خو نوموړي د هېواد د اقتصادي ودې کچې کموالي ته په اشارې سره وويل: "افغان حکومت او نړيوال بانک وړاندوينه کړې وه، چې د افغانستان د اقتصاد رکود د لېږد په پړاو کې چې تېر کال پيل شو، له ١٠ سلنې څخه پنځه سلنې ته کموالى پيدا کوي."

والي، ياد کمښت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناامنيو ډېرښت او د جګړې جغرافياوي پراختيا له امله وباله او ويې ويل، له دغو شرايطو سره-سره داسې هيلې شته، چې اقتصادي ځوړندتيا به ډېر ژر له منځه لاړه شي او وضعيت به عادي حالت ته راوګرځي.

رحيمي وويل: "د پوهنتون له استادانو، د سوداګرۍ او صنايعو له خونې او د کرنې له رياست سره لوى اقتصادي محورونه چې په هرات کې شتون لري، پېژندل شوي او له کورنيو او بهرنيو پانګه والو غواړو، څو په دغو برخو کې پانګونه وکړي."

د ياد سيمه ييز چارواکي په وينا، د سلما بند، د سمنټو کان، صنعتي ښارګوټى او د هرات ښار پراختيا هغه عمده محورونه دي چې د سترې پانګې د جذب وړتيا لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.