ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين غر زون لوبـډلې د احمدشاه ابدالي سياليو پاى لوبې ته ووتله

د سپين غر زون لوبـډلې د احمدشاه ابدالي سياليو پاى لوبې ته ووتله

author avatar
20 Sep 2015 - 14:49
د سپين غر زون لوبـډلې د احمدشاه ابدالي سياليو پاى لوبې ته ووتله
author avatar
20 Sep 2015 - 14:49

کابل ( پژواک، ٢٩  وږى ٩٤ ) : د الکوزي احمدشاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د امو او سپين غر لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پاى ته ورسېده، خو له  زياتو نومرو لرلو سره د سپين غر زون لوبـډله پاى لوبې ته ووتله.

دغه سيالي چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، نن لوبه د باران له امله ونه شوه او مساوي پاى ته ورسېده.

 د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې لوبې پچه د امو لوبډله وګټله او سپين غر لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۹ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې شبير نوري ۱۰۲، فريد ملک ٧٥، نجيب تره کي ۵۷، کريم صادق ۵۸، همايون عمر ۶۰، نسيم سرخرودي ۵۷ او باطن شاه ۶۶  منډې جوړې کړې.

د امو توپ اچونکو له خوا جاوېد احمدي د سيالې لوبډلې ۵، عثمان غني او شرف الدين اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي ، د امو لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې جوړې کړې او له دې سره د سپين غر لوبډله پر امو لوبډلې د ۳۵۱ منډو په توپير مخکښه شوه.

د سپين غر توپ اچونکو له خوا فريد ملک ۳، کريم صادق ۳، باطن شاه ۲ او ظاهر شهزاد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په دويمه پاڼۍ کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰ منډې جوړې کړې چې د زيات اورښت له کبله لوبې دوام ونه کړ او د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي اعلان شوه.  

لوبڅارانو سپين غر لوبډلې ته ١٤ او امو ته ٦ نومرې ورکړې، چې په ټوليزه توګه د سپين غر لوبـډلې ټولې نومرې ٥٣ شوې او ددې سياليو پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د سپين غر زون پياوړى لوبغاړى شبير نوري ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

په خوست کې د بست او مس عينک زونونو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه جريان لري او ټاکل شوې ده چې د مس عينک زون لوبډلې ددې لوبې له ګټلو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.