ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له اندړو څخه تښتول شوي کسان خوشې شول

له اندړو څخه تښتول شوي کسان خوشې شول

author avatar
20 Sep 2015 - 13:21
له اندړو څخه تښتول شوي کسان خوشې شول
author avatar
20 Sep 2015 - 13:21

غزني ښار ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د  غزني له اندړو ولسوالۍ څخه تښتول شوي کسان خوشې شوي دي.

دغه کسان پرون له غزني ولايت څخه پکتيکا ولايت ته پر لاره وو، چې د اندړو ولسوالۍ  له مربوطاتو څخه د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو پنځه تنه تښتولي وو، چې اوس خوشې شوي دي.

خو د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم ديسيوال پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له لسو موټرو څخه شاوخوا ٥٠ کسان تښتولي وو.

د هغه په وينا، اوس وسله والو ٤٨ تنه پرېښي او يواځې دوه تنه ورسره پاتې دي، چې د هغوى د خوشې کولو هڅې هم روانې دي.

خو د سيمې يوه  اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې تښتول شوي کسان سيمه ييز پوليس او يو شمېر يې د هغوى خپلوان او دکورنۍ غړي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه ‌څه نه دي ويلي.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.