ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوزى : ديني عالمان دې د اسلام ضد توطيو پر وړاندې مبارزه وکړي

کندوزى : ديني عالمان دې د اسلام ضد توطيو پر وړاندې مبارزه وکړي

author avatar
20 Sep 2015 - 16:20
کندوزى : ديني عالمان دې د اسلام ضد توطيو پر وړاندې مبارزه وکړي
author avatar
20 Sep 2015 - 16:20

جلال اباد(پژواک،۲۹ وږی ۹۴): د ننګرهار والي د دې ولايت له ديني عالمانو څخه  غوښتنه وکړه، چې د سولې او ثبات په برخه له حکومت سره همکار شي او د وسله والو ډلو د افراطيت پر ضد مبارزه پيل کړي.

سليم خان کندوزي دا څرګندونې د وږي په ۲۹مه، په جلال اباد کې د "نشه يي توکو د مخنيوي، سوله، امنيت، ښوونه او روزنه کې د ديني عالمانو د ونډې يو ورځني سيمينار" ته وکړې.

کندوزي د دې سيمينار ګډونوالو ته وويل: ((پلار د زوی او زوی د پلار او کورنۍ په مخ کې په بمونو الوځول کېږي، د خلکو سرونه پرېکول کېږي،کافر دې چار ته په لېدو فکر کوي چې اسلام د وحشت او دهشت دين دی، ولې اسلام د وحشت دين معرفي کېږي نو زموږ د ديني علماوو دنده ده  چې خلکو او نړۍ ته وښيو چې د اسلام په نوم دغه کارونه اسلام نه دی.))

والي په خپلو خبرو کې يوځل بيا په سوله او ثبات کې د ديني علماوو ونډه اړينه وبلله او له هغوی يې هيله وکړه، چې په دې برخه کې خپل ديني رسالت ادا کړي.

کندوزي د دې سيمينار په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې تر سلو ډېر دغه ديني علماء د دې لپاره راغوښتل شوي ، څو له حکومت سره خپلې مشورې شريکې کړي.

نوموړي زياته کړه: (( په کوټ، بټي کوټ ، اچين او شېرزادو کې ځينې ښوونځي او مدرسې تړلې او مشران په کې وژل کېږي، نو ديني علما بايد په دې برخه کې همکاري وکړي څو دغلته د افراطيت مخه ونيول شي.))

ديني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني بيا د پاکستان يو شمېر ديني عالمان د هغه هېواد د استخباراتو په ملاتړ تورن کړل ، چې ګنې د خپلو فتواګانو په اساس په افغانستان کې د جهاد اعلان کوي.

نوموړي وويل: (( پاکستاني علما دې زما دينداري وګوري او د خپل پوځ حکومت دې هم وګوري. زما د ملي اردو سرتېري وژل ناروا دي ، نو ځکه وايم چې وسله وال دې هم له ورور وژنې نه لاس واخلي.))

هغه د داعش وسله والو د جګړو او اعمالو په ترسره کولو نيوکې وکړې، چې په ډېر بې رحمانه ډول سره خلک وژني .

د ننګرهار پوهنتون استاد مولوي شريف رحماني بيا په خپلو خبرو کې مسلمانان يوالي ته راوبلل او ځينې هېوادونه يې د مسلمانانو په نفاق تورن کړل.

پر دوی سربېره يو شمېر ديني علماوو په خپلو خبرو کې له حکومته ملاتړ اعلان او په افغانستان کې يې روانه جګړه د پرديو دسيسه وبلله.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.