زرنج (پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): وسله والو طالبانو اووه کسه ايران ته د تلونکو مسافرو د مالونو او پيسو د لوټلو په تړاو د نيمروز ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کې پر ډزو وژلي دي.
يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، دا وسله وال کسان له مسافرو د پيسو او مالونو په لوټلو بوخت وو چې تېر مازديګر د طالبانو له خوا ونيول شول او په يوه صحرايي محکمه کې ووژل شول.
سرچينې زياته کړه، دا لار چې د طالبانو په واک کې ده، مسافر پرې ايران او يا نورو اروپايي هېوادونو ته د کار لپاره ځي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، هغه شپږ لاره شکوونکي يې وژلي چې د چهار برجک ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې يې د مسافرو مالونه او پيسې لوټلې.
هغه وويل چې له دوى نه دوه موټر، دوه کلاشينکوفونه، پنځوس مبايلونه او ايراني پيسې (تومان) هم ترلاسه شوي چې د طالبانو له خوا بېرته د هغو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.
د هرات اوسېدونکي سيداحمد د طالبانو دغه اقدام د مسافرو د خونديتوب لپاره موثر بولي او وايي، دا چې د واده په سبب ٣٥٠ زره افغانۍ پور وړى دى، نو غواړي چې ايران ته ولاړ شي.
دې ځوان زياته کړه: ((که چېرې مې په ايران کې کار ونه شو، ترکيې او بيا اروپا ته ځم، څو د واده پور مې پوره کړم.))
د يادونې وړ ده چې د روانې مياشتو په لومړيو کې هم طالبانو د بکواه – فراه او خاشرود- نيمروز د لويو لارو په اوږدو کې څلور کسه چې د مسافرو مالونه يې لوټل، اعدام کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن