ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز سوځولى

طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز سوځولى

author avatar
21 Sep 2015 - 11:40
طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز سوځولى
author avatar
21 Sep 2015 - 11:40

پلخمري(پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): وسله والو مخالفينو هغه پوځي مرکز نيولى او سوځولى چې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خالي شوى و.

 ځايي چارواکي وايي چې ملي اردو، ملي پوليسو او د نظم عامه ځواکونو په ابقول کلي کې دا مرکز دوه ورځې وړاندې خالي کړى او په علاوالدين سيمه که چې شاوخوا دوه کيلومتره واټن لري، ځاى پر ځاى شوي دي.

د مرکزي پغلان د نظم عامې پوليسو د کنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو، تېره شپه دا مرکز سوځولى دى.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو ټول وسايل او اړين امکانات له ځان سره لېږدولي او يواځې د رېګ له بوريو جوړ شوي درې امنيتي برجونه او څو نا کاره لرګينې غرفې سوځول شوي دي.

دې پوليس چارواکي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو دغه مرکز ته اړتيا نه لرله او دا کار طالبانو ته کومه لاسته راوړنه نه ګڼل کېږي او هر وخت چې طالبان کوم حرکت وکړي، د امنيتي ځواکونو له پرېکنده ځواب سره به مخ شي.

يوه ځايي اوسېدونکي جنت ګل وويل، طالبانو دا مرکز له سوځولو وروسته د تراکټور په وسيله له خاورو سره برابر کړى دى.

هغه زياته کړه چې دا مرکز په يوه دښتي ساحه کې و او طالبان اوسمهال په شاوخوا کليو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

 وسله والو مخالفينو څلور شپې وړاندې د مرکزي بغلان په نوروزک سيمه کې پر يوه بل پوځي مرکز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول او څلور نور ژوبل شول، خو بريد يې شاته وتمبول شو.

د ويلو ده چې تېره مياشت د مرکزي بغلان بايسقال سيمه کې چې د پوليسو اووم سمت ماموريت په کې و، هم خالي شو او ځايي چارواکو ويل چې دا کار يې د پوځي شورا د پرېکړې او اړتيا له مخې کړى دى، خو ولايتي شورا ويلي و، چې د بايسقال خالي کول طالبانو ته د امتياز د ورکړې مانا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.