ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا دامنيت د آمر په ګډون څلور پوليس ټپيان شول

author avatar
23 Sep 2015 - 16:20
author avatar
23 Sep 2015 - 16:20

ښرنه ( پژواک،  دتلې لومړۍ نېټه ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په پکتيکا ولايت کې د يوې چاودنې له امله د امنيت د امر په ګډون څلور پوليس ټپي اودوه وژل شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان علي مست مومند د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن په اومنه ولسوالۍ کې شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، د امنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزي ژوبل شوى دى.

خو ددې ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې چاودنه د امنيت امر د ګزمې پر موټر شوې چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس او يو د ملي اردو افسر وژل شوي .

د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې په دې چاودنه کې دامنيت امر په ګډون څلور سرتېري ټپي شوي دي.

د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوتن کارکوونکي پژواک ته وويل، چې ددې چاودنې څخه ورته څلور ژوبل پوليس راوړل شوي .

طالبان وايي چې په ياده چاودنه کې يې د ملي اردو يو تن افسر په ګډون يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د اومنې ولسوال محبت خان وايي چې نن سهار دګيناوې په سيمه کې پر يوتن موټرسايکل سپور عام وګړي د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.