ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګرام کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى

په بګرام کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى

author avatar
23 Sep 2015 - 09:09
په بګرام کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى
author avatar
23 Sep 2015 - 09:09

کابل ( پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٤ ) د ناټو د روزنې ماموريت وايي چې په افغانستان کې يې يو سرتېرى د وسلوالو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په نامه د روزنې ماموريت لخوا د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا سرتېرري پرون پر بګرام پوځي اډې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.

که څه هم سرچينې د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په بګرام کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

طالبانو ويلي، چې تېره شپه يې د بګرام پر هوايي ډګر توغندويي بريد کړى، چې په پايله کې يې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو نور معلومات يې نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده دوه ورځې مخکې هم د ناټو يو سرتېرى په غير نظامي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

دغه سرتېري وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٩ تنو ته ورسېده، چې اته يې امريکايي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.