ميدانښار ( پژواک، د تلې لومړۍ ٩٤ ) : د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اتوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر ناوخته دسيد اباد ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له کابل څخه د غزني په لوري روان يو کرولا موټر له مخامخ روان کرولا سره ټکر کړى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه مړه ، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
خوږياڼي وويل چې ټپيان د ميدانښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
نوموړي ددې پېښې لامل د موټر چلوونکوسرعت او بې احتياطي په ګوته کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن