ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سعودي کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۱۷ تنو ته ورسیده

په سعودي کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۱۷ تنو ته ورسیده

author avatar
24 Sep 2015 - 18:33
په سعودي کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۱۷ تنو ته ورسیده
author avatar
24 Sep 2015 - 18:33

کابل ( پژواک، ۲ تله ۹۴ ) : د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی په منی کې د ګډوډیو له امله ۷۱۷ حاجیان مړه او ۸۶۳ ټپیان شوي دي.

مسلمانانو پرون د حج لوی رکن (وقوف عرفه) ادا کړ، شپه یې مزدلفه وکړه او نن سهار بیرته منی ته د شیطانانو د ویشتلو لپاره ورغلي وو.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د تلې په ۲مه، ددغه هیواد د ملکي دفاع ادارې د چارواکو په حواله خبر ورکړی،چې په منی کې حاجیانو له لارښوونو سرغړونه کړې چې له امله یې ګډوډي رامنځته شوې او حاجیان یو د بل تر پښو لاندې شوي دي.

د سرچینې دوروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په دې پيښه کې ۷۱۷ حاجیان مړه او ۸۶۳ نور ژوبل شوي دي.

د سعودي حکومت ویلي چې ټپي حاجیان یې بیلا بیلو روغتونونو ته لیږدولي دي ، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د سعودي حکومت د مړو شویو او ټپي حاجیانو هویت نه په ډاګه کړی، خو ایران ویلي چې په مړو شویو کې ۴۰ تنه ایراني حاجیان شامل دي.

د محمد نبي په نامه د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي چې د حج فریضې ادا کولو په موخه په مکه کې دی، د ټیلیفون په لیکه پژواک اژانس ته وویل چې یو ناڅاپه د شیطانانو د ویشتلو پر مهال ګډوډي رامنځته شوه او خلک دیوه پل تر پښو لاندې شول.

دی وایي چې دمګړۍ دوی نه پوهیږي، چې په مړو او ټپیانو کې افغانان هم شته او که نه.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په حرم شریف کې د یوه کرین د پریوتو له امله ۱۰۹ تنه مړه او ۴۰۰ نور ژوبل شوي وو، چې په مړو کې یو تن افغان او په ټپیانو کې ۲۹ افغانان شامل وو.

د افغانستان حکومت تر اوسه د تازه پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.