ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: له کابل ښار نه بايد ګڼه ګوڼه کمه شي

غني: له کابل ښار نه بايد ګڼه ګوڼه کمه شي

author avatar
25 Sep 2015 - 15:55
غني: له کابل ښار نه بايد ګڼه ګوڼه کمه شي
author avatar
25 Sep 2015 - 15:55

کابل(پژواک،٣تله،٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمونې په موخه به يو شمير وزارتونه دارلامان سيمي ته وليږدل شي او پيل به يې د ماليې له وزارت څخه وي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د تلې ٣مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رسيدلى ده.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له غرمې مخکې د کابل ښار د ولسوالیو او ناحیو له استازو او د ګذر له وکیلانو سره وکتل.

سرچينه ليکي چې ولسمشر د پلازمېنې کابل او ولسواليو پر وضعيت انديښنه وښوده.

غني زياته کړه : ((د مني او ژمي په مياشتو کې به د کابل ښار او ولسواليو ته يې خاصه پاملرنه وکړي او کابل ښاروالۍ به تر يوې اساسي ارزونې لاندې ونيول شي.))

جمهور رئیس غني د کابل اړوندو ولسوالیو ستونزو ته په اشارې سره وویل، د سروبي، خاکجبار، موسهي او نورو ولسوالیو وضعیت خراب دی او اساسي پاملرنه نه ده ورته شوې. د ملي وحدت حکومت به په راتلونکو میاشتو کې د د دغو ولسوالیو د وضعیت په بدلون او ښه والي اساسي تمرکز وکړي.

هغه زياته کړه چې دکابل ښار د لومړي حلقوي سړک پلان چمتو شوى خو د عملي کولو لپاره به يو ځل بيا خلکو سره سلا وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمونې په موخه به يو شمير وزارتونه دارلامان سيمي ته وليږدل شي او پيل به يې د ماليې له وزارت څخه وي.

جمهور رئیس د ولسوالیو، ناحیو له استازو او د ګذر له وکیلانو هیله وکړه، چې د چارو د لا ښه والي او د ستونزو د حل په برخه کې خپل نظریات او مشورې ورسره شریکې کړي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.