ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش:  د کرکټ ادارې عوايد مو زيات او لګښتونه مو کم کړي

دانش: د کرکټ ادارې عوايد مو زيات او لګښتونه مو کم کړي

author avatar
26 Sep 2015 - 09:58
دانش:  د کرکټ ادارې عوايد مو زيات او لګښتونه مو کم کړي
author avatar
26 Sep 2015 - 09:58

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې بوديجه او عايد يې ٥٨ سلنه ډېر دي، خو لګښتونه يې ٢٣ سلنه کم کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په تېرو نهو مياشتو کې يې په کور دننه او په نړيواله کچه ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودلې او په راتلونکي د نورو لاسته راوړنو لپاره يې هم پلانونه جوړ کړي دي.

دانش وايي، د کرکټ بورډ اداره په هېواد کې د يوې بريالۍ ادارې په توګه ولس او خاورې ته د وياړونو په راوړلو کې مخکښه تاريخچه لري.

ده زياته کړه: ((د کرکټ اداره د يوې ملي ادارې په توګه د درانه مسووليت تر څنګ دروند رسالت هم پر غاړه لري.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې په تېرو نهو مياشتو کې د کرکټ بورډ اداره نوې لاسته راوړنې لرلې چې پخوا يې ساری نه ليدل کېده.

نوموړى وايي چې د دوى د مالي کال د راپور له مخې. د ادارې په بوديجه کې ٥٨ سلنه ډېروالى راغلى او د ٢٣ سلنه بېځايه لګښتونو مخنيوى يې کړى دى.

دانش وويل چې د دوى تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه چې له الکوزي شرکت سره د تړون له مخې د افغانستان کرکټ د لومړي ځل لپاره (ټايټل سپانسر) يا رسمي مالي ملاتړ ترلاسه کړه.

د هغه په وينا، د دغه تړون له مخې به ياد شرکت کې هر کال د افغانستان کرکټ  ادارې ته ١،٣ ميليونه امريکايي ډالر ورکوي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر دغه راز وويل چې څو مياشتې مخکې يې د ملګرو ملتونو له يونيسف ادارې سره د ٢٣٠ زره امريکايي ډالرو تړون لاسليک کړى دى.

دانش زياتوي چې ١٥٠ زره امريکايي ډالر له يک ټلويزيون سره د شپـږيزو سياليو د خپرولو د حقوقو په برخه کې ترلاسه کړى، ٨٥ زره ډالره يې د نفتو د ملي شرکت (نېشنل فيول) له خوا مالي ملاتړ، ٩٧١ زره امريکايي ډالرو له نورو ډونرانو څخه ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ادارې د هلو ځلو په پايله کې د کرکټ نړيواله شورا  له ٧٠ زرو څخه تر دوه ميليونه ډالرو پورې د دوى په کلنۍ بوديجه کې زياتوالى راوړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.