جلال اباد(پژواک، ٤تله ٩٤): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ولسي جرګې د غړي انجنير عبدالغفار په ګډون پنځه تنه ټپيان کړل .
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن تر غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې دجلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د عيدګاه جومات شاته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د انجنير غفار موټر له سړک څخه تېرېده، چې په لښتي کې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وکړه .
مشرقيوال وايي، چې په دې پېښه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى انجنير غفار ، موټر چلوونکى، دوه ساتونکي او يوه لاروى ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د ولسي جرګې ياد غړى سرسري ټپي شوى او ددرملنې لپاره روغتون ته وړل شوى ، خو د روغتون نوم يې وانخيست .
د پېښې يوتن عيني شاهد بختيار وويل: (( زه له سيمې څخه تېرېدم، چې ناڅاپه ، په ډيران کې چاودنه وشوه، د چاودنې غږ هم قوي و او ومې ليدل چې د يوموټر سايکل سپاره په ګډون پنځه تنه پر ځمکه لوېدلي دي.))
هغه زياته کړه، چې وروسته دغه ټپيان روغتون ته ولېږل شول.
انجنير غفار په ننګرهار کې د حزب اسلامي پخوانۍ قوماندان او د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو پر مهال د ډاکټر عبدالله د کمپاين غړى و.
ددې پېښې مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن