ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى

د کندهار د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى

author avatar
27 Sep 2015 - 11:29
د کندهار د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى
author avatar
27 Sep 2015 - 11:29

کندهار (پژواک، ٥ تله ٩٤): په کندهار کې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د نه پاملرنې او ځينو نورو ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى.

د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون دوه کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير سلمان خورشيد له خوا په کندهار کې پرانيستل شو.

هغه مهال ويل کېدل چې د هندوستان هېواد په مرسته جوړ شوى دغه پوهنتون به د کرنې او ټکنالوجۍ په برخه کې د هېواد په کچه ملي پوهنتون وي چې محصلين به په کې له بهرنيو او کورنيو استادانو څخه د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.

د دغه پوهنتون له پرانيستل کېدو دوه کلونه تېرېږي، خو تر دې مهاله يې اداري چارې بې سرپرسته پاتې دي، د لوړو زده کړو وزارت هېڅ پاملرنه نه ورته کوي، کتابتون او لابراتوار نه لري او تر دې مهاله ورته يوازې ٢١تنه محصلين جذب شوي دي.

د همدې پوهنتون يوه محصل نثار احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په پيل کې د کندهار پخوانى والي ډاکتر توريالى ويسا د دغه پوهنتون رييس وټاکل شو، خو دا چې هغه په ولايتي چارو کې ډېر بوخت وو، کله کله به يې د پوهنتون له چارو ليدنه کوله، خو ځانګړې پاملرنه يې ورته و نه کړه.

هغه زياتوي، څو مياشتې وړاندې چې ويسا د ولايت له دندې ګوښه او پر ځاى يې بل والي وټاکل شو، نو ويل کېدل چې د پوهنتون د رييس په توګه به هغه اوس وکولاى شي چې د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون ته لا ډېره پاملرنه وکړي او اړوندې چارې به سمبال کړي.

خو دى وايي، له هغې ورځې ويسا تللى بيا يې په دې پوهنتون هيڅ سر نه دى ګرځولى او دغه پوهنتون له سختو اداري ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

ده وويل: ((ډاکټر توريالى ويسا له دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته دوې- درې مياشتې په کابل کې و او ورسته کاناډا ته لاړ او پوهنتون يې همداسې بې سرپرسته پرېښود.))

دغه محصل دغه راز وويل، اصلي ستونزه دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت هم دغه پوهنتون ته پاملرنه نه کوي او په دې موده کې يې نه يادېږي چې ان د دغه وزارت يو عادي مامور دې هم د پوهنتون ليدو او د هغوى د ستونزو اورېدو ته راغلى وي.

نوموړي دغه راز وويل چې د رهبرۍ د نشتوالي او اړوند وزارت د نه پاملرنې له امله د پوهنتون د اداري کارکوونکو تر منځ ستونزې زېږولې او دغه پوهنتون يې د تړل کېدو پر بريد درولى دى.

هغه وويل، داسې ښکاري چې د پوهنتون ستونزو ته څوک پاملرنه نه کوي، ځکه خو په خپله له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون- چې د هېواد ستر علمي ارزښت دى- له تړل کېدو وژغوري او ستونزې يې هوارې کړي.

د عصمت الله په نوم يو بل محصل هم ورته شکايت کوي او وايي چې د مشرتابه د نشتوالي له امله د دغه پوهنتون فعاليت سخت ټکنى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.