ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د ځانمرګي بريد له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

فارياب کې د ځانمرګي بريد له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Sep 2015 - 17:46
فارياب کې د ځانمرګي بريد له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Sep 2015 - 17:46

مېمنه (پژواک، ٥ تله ٩٤): د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان له يوه بل کس سره يو ځاى وژل شوى او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

 د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې هغه مهال رامنځته شو ، چې يوه بايسکل چلوونکي ځان قوماندان حاجي فيض محمد ته نږدې کړ او له هغه وروسته يې خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پېښه کې لومړى ياد قوماندان ټپي او له هغه وروسته يې د ميمنې ښار په افغان ترک روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

 ولسوال زياته کړه، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د قوماندان فيض يو ملګرى هم وژل شوى او درې نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

 يوه عيني شاهد چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل: " د اسلامي ملي جنبش قوماندان حاجي فيض د شيرين تګاب جامع جومات مخې ته پلى روان و، چې يو ځوان راغى او خپل واسکټ ته يې چاودنه ورکړه."

 د هغه په وينا، د بريدګر بدن ټوټه ټوټه شوى او يوازې سر يې پاتې شوى چې ډېر وېښته لري.

 ډېرى وخت ورته بريدونه د وسلوالو طالبانو له لوري تر سره کېږي، چې تر اوسه پورې د ياد بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.