ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: د افغان سولې پروسه به بېرته ژر پيل شي

پاکستان: د افغان سولې پروسه به بېرته ژر پيل شي

author avatar
27 Sep 2015 - 13:24
پاکستان: د افغان سولې پروسه به بېرته ژر پيل شي
author avatar
27 Sep 2015 - 13:24

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤): پاکستان يو ځل بيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل رول لوبولو او همکارۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.

دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په نيويارک کې د افغانستان په اړه د يوې ځانګړې غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د چين، امريکا، ايران او اروپايي اتحاديې استازي هم ګډون کړى و.

سرتاج عزيز ويلي چې د افغان سولې په اړه د پاکستان هلې ځلې او هڅې بايد په غلط ډول تعبير نه شي.

نوموړي يو ځل بيا له افغانستان سره خپل يووالى څرګند کړى او زياته کړې يې ده چې د افغانستان سوله د پاکستان د ثبات لپاره اړينه ده.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار هيله څرګنده کړه چې د سولې ځنډېدلې پروسه به ډېر ژر بېرته پيل شي.

هغه زياته کړه، هېواد يې تيار دى چې د افغان سولې له پروسې سره همکاري وکړي او اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف يادې غونډې ته د وينا پر مهال د افغانستان سولې لپاره پر  سيمه ييزو او نړيوالو هڅو ټينګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.