ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسپانيا: افغان ښځې به له امنيت پرته پر ځان بسيا نه شي

اسپانيا: افغان ښځې به له امنيت پرته پر ځان بسيا نه شي

author avatar
28 Sep 2015 - 18:24
اسپانيا: افغان ښځې به له امنيت پرته پر ځان بسيا نه شي
author avatar
28 Sep 2015 - 18:24

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٤): اسپانيا په افغانستان کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بللى او ويلي يې دي، چې ښځې امنيت ته اړتيا لري او بايد د حرفوي روزنو له لارې پر ځان بسيا شي.

کابل کې د اسپانيا سفارت ژمنه کړې، چې له دې وروسته به له هغو پروژو سره چې د ښځو د پر ځان بسياينې لپاره کار کوي، مرسته کوي، په ځانګړي ډول له هغو پروژو سره چې په لرې پرتو نا امنو سيمو کې د ښځو د سواد زده کړو لپاره فعاله دي.

د اسپانيا سفير ايميليو پيريز ډي اګريداEmilio Perez de Agreda په هغه خبري ناسته کې چې نن په کابل کې تر سره شوه، وويل چې هغه وړانديز چې په کابل کې د اروپايي ټولنې په ناسته کې موده وړاندې مطرح شو، د ښځو پر استخدام او دوى ته د کاري فرصتونو پر موندلو ټينګار درلود.

 هغه زياته کړه: "افغانستان کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى او که چېرې امنيت شتون ونه لري نو ښځې به هيڅکله هم پر خپلو پښو ونه دريږي."

 درې اونۍ وړاندې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د اسپانيا سفارت په مرسته د ښځو د بسياينې لپاره د رياضي او د سواد د زده کړو يوه شپږ مياشتنۍ دوره پيل شوه، چې کار يې په ښه توګه سره روان دى او ښځې به له دې لارې حرفه زده کړي او پر ځان به بسيا شي.

 د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختګ موسسې "AWCPO" مشرې شکريه جلالزۍ چې د دغې پروژې مشري کوي، وويل چې په دغه روزه نييزه دوره کې ٢٠ زده کوونکې او ١٠ استادان په زده کړو بوخت دي، چې يادې زده کوونکې په نږدې راتلونکې کې فارغې او د ښوونکو په توګه به فعاليت پيل کړي او نورو ښځو ته به زده کړې ورکوي.

 هغې د اسپانيا له سفارت وغوښتل چې له افغان ښځو سره ګام په ګام مرسته وکړي، ځکه تر اوسه پورې افغان ښځې د بېسوادۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

 مېرمن جلالزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، له حکومت غواړي چې په کليو او بانډو کې ښوونيز ، حرفوي او مسلکي کورسونه پرانيزي، څو ښځې پر خپل ځان بسيا شي او له خپلو مېړنو سره په مرستې کولو يو ځاى سوکاله ژوند ولري.

 د يادې موسسې مشرې که څه هم له نړيوالې ټولنې مننه وکړه، چې په تېرو ١٤ کلونو کې يې له افغان ښځو سره ډېرې مرستې وکړې، خو زياته يې کړه: " که چېرې نا امني شتون ولري، مرستې نه معلوميږي."

 هغې وړانديز وکړ، چې نړيواله ټولنه د پرمختګ "Promote . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.