ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه

د پکتيکا چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه

author avatar
28 Sep 2015 - 15:48
د پکتيکا چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه
author avatar
28 Sep 2015 - 15:48

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٤): د افغانستان يو شمېر چارواکو او نړيوالو په پکتيکا ولايت کې هغه چاودنه په کلکه وغندله چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون مازديګر ناوخته د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال د يوې چاودنې له امله ١٦ تنه ووژل شول او ٤٤ نور ټپيان شول چې ټول ملکي وګړي وو.

د  حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله ياده پېښه په کلکه غندلې او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې په دغه غم کې ځان شريک ګڼلى دى.

د  اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله پر دې پېښې خواشيني ښودلې ده.

هغه زياته کړې، د خلکو او خاورې د بدرنګو او تور زړو دښمنانو له خوا دغه ډول اعمال د هر مذهب، دين، قانون، ټولنې، فرهنګ او انساني اساساتو خلاف کار دى.

ډاکتر عبدالله وايي چې دغه ډول بريدونه د هېڅ ډول توجيې او بښنې وړ نه دي او افغان حکومت به د دغو بريدونو تر شا له ولاړو لورو سره جدي برخورد وکړي.

اجرائيه رييس يادونه وکړه چې حکومت ټول هغه اقدامات کوي چې د افغانستان او افغانانو د امنيت سبب کېږي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان هم د پکتيکا چاودنه پر سختو ټکو غندلې ده.

هغه زياته کړې، د سولې او وطن دښمنانو دغه ډول حملې ښيي چې دوی په ملکي هېوادوالو هېڅ ترحم او زړه سوی نه لري او په خپل وحشت او دهشت سره خلک وژني تر څو خپل بهرني باداران خوشحاله کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د معاونيت پلاوي (يوناما) په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک ته يې رالېږلې، دغه پېښه غندلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال تاداميچي ياماموتو ويلي، د غير نظاميانو هغه هم د واليبال لوبې پرمهال د يوې ډلې په نښه کول، يوه غير انساني کړنه او په روښانه ډول د ملي او نړيوالو قوانينو ماتوونکى دى.

د هغه په وينا، دغه بريد په غير نظاميانو کې د ترور او ترهګرۍ د پراخولو او د ژوند د له منځه وړلو ښکارندويي کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.